په سمنګانو ولایت کې د ۲۵ مترو په اوږدوالي د یوه اوسپنیز کارنکریتي پل د جوړیدو کار روان دی.

۱۳۹۹/ وږی/ ۳۰- په سمنګانو ولایت کې د یوه اوسپنیز کارنکریتي پل په جوړیدو سره به د کلیوالو خلکو د تګ راتګ ستونزه هواره شي. دغه پل ۲۵ متره اوږدوالی او ۳۵۰ سانتي متره پلنوالی لري چې د پروژې د کار په بهیر کې به ماهرو اوغیر ماهرو کاریګرو ته ۳۳۴۱ کاري ورخې رامنځته شي. د نوموړي پله کار د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د سمنګانو ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ اړوند د ولت آباد کلي د پراختیایي شورا لخوا روان دی. په دې پروژې ۵ میلیونه او ۳۵۰ زره افغانۍ لګښت راغلې چې کار یې ۸۵ سلنه پرمخ تللی دی او ۳۵۷ کورنۍ به ترینه ګټه واخلي.

 

 د کلیو د بیارغونې او پرختیا وزارت/ د ولسي تړون ملي پروګرام