په کندز ولایت کي د نیمه ګرځنده کوچیانو د یوې پراختیایي پروژی کار پیل شو.

۱۳۹۹/وږی/۲۵ - د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري په کندز ولایت کې د نیمه ګرځنده کوچیانو لپاره د یوې پراختیایي پروژې د جوړیدو کار پیل شو. پدې پروژه کې د څښاک اوبو یوه شبکه شامله ده چې د ۱۶ مکعبه متره اوبو په ظرفیت دوه زیرمې، دوه جنریترونه او د جنریترونو د ساتنې لپاره د ۳ مترو په مساحت، دوه خونې هم لري چې ۱ میلیون او ۸۳۰ زره افغانۍ پرې لګښت راځي او شاوخوا ۱۴۶ کورنۍ به ترینه ګټه واخلي. همدارنګه د پروژې د جوړیدو په بهیر کې ماهرو  او غیرو ماهرو کاریګرو ته به ۴۶۸ کاري ورځې رامنځته شي. . په هغه غونډه کې چې له همدې امله په لاره اچول شوې وه د ولایت مقام د چارواکو په شمول د ولایتي شورا، د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست، د کوچیانو د آمریت، د ولسي تړون ملي پروګرام، د ملي او سیمه ییزو رسنیو، او د کندز ولایت د علي آباد ولسوالۍ او مرکز اړوند د ډونګ مزار ایلبند د پراختیایي شورا، غړو ګډون درلود.

 د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت/ د ولسي تړون ملي پروګرام