په کنړ ولایت کې د ۳۶۲ مترو په اوږدوالي د یوه محافظوي دیوال کار بشپړ شو .

۱۳۹۹/ وږی/ ۲۴ - په کنړ ولایت کې د یو محافظوي دیوال په جوړیدو سره د ۱۹۸ کورنیو شاوخوا ۴۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې د سیلاوونو له ګواښ نه ژغورل کیږي. دغه محافظوي دیوال ۳۶۲ متره اوږدوالی لري چې ۳ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانۍ پری لګښت راغلی دی. د پروژې د کار په بهیر کې ماهرو او غیرو ماهرو کاریګرو ته ۲۷۳۰ کاري ورخې رامنځته شوېدي. نوموړی دیوال د کلیو د بیارغونې او پرختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کنړ ولایت د پیچ درې ولسوالۍ اړوند د ګورو کلي د پراختیایي شورا لخوا یې کار بشپړ شویدی .

د کلیو د بیارغونې او پرختیا وزارت/ د ولسي تړون ملي پروګرام