په کندهار ولایت کې ۵۶۰ تنه زده کوونکو ته د زده کړې مناسبه زمینه برابریږي.

۱۳۹۹/وږی/۱۵- په کندهار ولایت کې ۵۶۰ تنه  زده کوونکي د یوه ښوونځي په جوړیدو سره د زده کړې له مناسب چاپیریال څخه برخمن کیږې. دا ښوونځی چې ۶ درسي خونې، ۱ اداري خونه، ۳ تشنابونه او د څښاک د پاکو اوبو ۶۰ متره ژوره څاه لري د کندهار ولایت د شګي ولسوالۍ د مد د خان کلي پراختیایي شورا لخوا یې کارروان دی. د ياد ښوونځي د جوړیدو په بهیرکې ماهرو او غیرو ماهرو کاریگرو ته به ۲۴۵۰ کاري ورځې رامنځته شي چې کار یې تراوسه ۹۷ سلنه پرمخ تللی دی. دغه ښوونځی د کلیود بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د اقرأ پروژې ترسیوري لاندې د نجونو او هلکانو د زده کړې لپاره جوړیږي.

 

د کليود بيارغونې او پراختيا وزارت/ د ولسي تړون ملي پروګرام