په خوست ولایت کې ۳۶۰ تنه زده کوونکو ته د زده کړې مناسبه زمینه برابریږي.

۱۳۹۹/وږی/۴ ـ په خوست ولایت کې ۳۶۰ تنه زده کوونکي د یوه ښوونځي په جوړیدو سره د زده کړې له مناسب چاپیریال څخه برخمن کیږي. دا ښوونځی چې ۱۲ درسي خونې، ۲ اداري خونې، ۵ تشنابونه او د څښاک د پاکو اوبو يوه څاه لري، د تڼيو ولسوالۍ د زنده خېلو کلي پراختیایي شورا لخوا یې کار روان دی. د ياد ښوونځي د جوړیدو په بهیرکې ماهرو او غیرو ماهرو کاریګرو ته ۴۷۵۶ کاري ورځې رامنځته کیږي چې کار یې ۹۸ سلنه پرمخ تللي دي. دغه ښوونځی د کلیود بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د اقرأ پروژې تر سیوري لاندې د نجونو او هلکانو د زده کړې لپاره جوړیږي.

 د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت/ د ولسي تړون ملي پروګرام