ولسي تړون او لس كلن مزل

د ولسي تړون ملي پروګرام د افغانستان د حکومت يو نووښت دی چې موخه يې د پراختيايي شوراګانو له لارې د اړینو بنسټيزو پروژو او ټولنيزو خدمتونو وړاندې کول او پراختیایي کړنې ترسره کول دي. دا پروګرام د دولت هغه ټولیزه هڅه  ده چې غواړي د ټولنو ترمینځ واټن له مینځه یوسي او خلک سره يوځای کړي تر څو خلک وکولای شي په ګډه خپلې پراختيايي اړتياوې په نښه کړي او د ملي يووالي په ټینګښت کې ونډه واخلي او په ګډه به د بیوزلۍ د کچې راټیټولو په موخه اغیزمن ګامونه پورته کړي. د دې تړون له مخې به په افغانستان کې هرکلي او ښاري سیمې ته د هغوی د لومړیتوبونو پر بنسټ  اساسي خدمتونه  وړاندې شي. ولسي تړون ملي پروګرام به په ټولو کچو کې ټولنیز پرمختګ او حساب ورکولو ته وده ورکړي او د دې تر څنګ د زیان منونکو ډلو لکه ښځو، ځوانانو، راستنیدونکو، بیځایه شویو او بېوزلو  کورنیو غږونه پورته کړي. د ولسي تړون ملي پروګرام پلي کول به لس کاله وخت ونیسي  چې په دريو  پړاوونو کې به پلي شي. لمړی پړاو به یې د څلورو کلونو لپاره، دویم او دريم پړاوونه  به هر یو د دريو دریو کلونو په موده کې پلي شي  .

ولسي تړون ملي پروګرام به د یو بین الوزارتي پروګرام په بڼه  د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، پوهنې، عامې روغتیا او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارتونو او د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې په ګډو هڅو دهیواد خلکو ته یو شمېر تر ټولو اساسي خدمتونه (د ټاکل شویو  معیارونو له مخې)  وړاندې کړي. اوس مهال د ولسي تړون ملي پروګرام کلیوالي برخه د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت تر لارښوونې لاندې د هيواد په ٣٤ ولايتونو کي ١٢۳ ولسوالۍ تر پوښښ لاندې نيولې چې د ۱۲۰۹۵ شا او خوا د کلیو پراختیایي شورا ګانې یې رامنځته کړيدي. د یادولو وړ ده چې ددې کليو لپاره تر اوسه د ۱۱۴۴۴ پروژو پروپوزلونه منظور شوي او د کلیو دغه پراختیایي شورا ګانو حساب ته تر اوسه پورې ټولې څه د پاڅه ۱۸،۳۳۳،۳۳۹،۲۹۵ افغانۍ استول شوې دي چې اوسمهال د هيواد په ٣٤ ولايتونوکې د ۴۴۴۵ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

دا پروژې په  بیلابیلو سکتورونو لکه اوبو رسولو، روغتيايي چارو، اوبولګولو، د تجديد وړ انرژۍ او ترانسپورت په برخه کې، پلې کيږي. د دې پروژو عملي پيل که له يوې خوا د هيواد په سمسورتيا او بيا رغونه باندې ژوره اغيزه درلودلای شي، له بلې خوا په کليو او بانډو کې په سلګونو هغو بیوزلو کورنیو ته چې کاري توان لري خو د کار فرصت ورته نشته ډیره مرسته وکړي. د ولسي تړون ملي پروګرام به اساساً په ښاري او کلیوالي سیمو کې په ځایي کچه د ټاکل شویو بنسټونو، د کلیو اوګذرونو پراختیایي شوراګانو او د کلیواو ګذرونو پراختیايي شوراګانو کلسټرونو له لوري  پلې  شي.

د ولسي تړون ملي پروګرام په لومړي پړاو کې د هيواد د ټولو ولسوالیو  په دریمه برخه کې شاوخوا ۱۲۸۹۶ کلیوالو سیمو او د څلورو مهمو ولایتونو په ښاري سیمو کې شاوخوا ۶۰۰ پراختیايي شوراګانو او ۱۲۰ ګذرونو ته د ولسي تړون د لږ ترلږه معیاري خدمتونو مالي مرستې شاملې دي.

تمه ده چي دا پروګرام به د لسو کلونو په موده کې د هيوادوالو لومړنۍ ستونزې حل او دولت به د بنسټیزو جوړښتونو د جوړولو یا بیارغولو، د څښاک اوبو، روغتیا، زده کړو، برېښنا، د اوبو سېسټمونو، سړکونو، ویالو، پارکونو او نورو عامه تفرېحي سیمو او روغتیا ساتنې/حفظ الصحې اړوند خدمتونو د وړاندې کولو لپاره  سرچینې او ملاتړ چمتو کړي.

په پايله کې د اړینو بنسټیزو جوړښتونو رغول، له دولت سره مرسته کوي چې هره کورنۍ به د دې خدمتونو څخه ګټه پورته کړي. البته د دې هڅو په بهیر کې په کلیو او ښارونو کې د ژوند حالت ته وده ورکول او په ځانګړو پروګرامونو (نوښتونو) کې د خلکو ښکېلول (چې دا هر څه د کلي تر پراختیايي شورا پورې تړاو لري) د خلکو سره په ګډه پلان جوړول، د پروژو پلي کول او د تر لاسه شویو مالي وجهو څارنه او حساب ورکونه، او په کلیو (ښارونو/سیمو) کې د خدمتونو د رسولو تنظیم، د دولت د کړنو څارنه او د خدمتونو د وړاندې کولو د لړۍ د ودې په موخه نظر ورکول، شامل دي.

د ولسي تړون ملي پروګرام به د لسو کلونو په موده کې د هيواد په ټولو کليو او بانډوکې د خلکو د اړتيا وړ په زرګونو پروژې پلې کړي چې د دې پروژو اقتصادي او ټولنيزې اغيزې به د خلکو ژوند ته بدلون ورکړي، هغه ستونزې چې اوس مهال د هيواد په کليو او بانډو کې شتون لري تر ډيره  برېده را کمې کړي او خلک به د سوکاله او آرام ژوند په لور يو ګام مخته ولاړ شي .

 

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت / د ولسي تړون ملي پروګرام خبریال.