د پوهنې اتلان

د هیواد د پرمختګ بنسټیز لاملونه یوازې او یوازې ښوونه او روزنه ده. کوم هیوادونه چې پدې برخه کې یې اساسي کار کړی او د ښوونې بنسټ یې په سم ډول سره ایښی دی، نن له هره اړخه پر ځان بسیا دي. که د علم او پوهې اهیمت ته له دیني اړخه وګورو د ځمکې پر مخ لومړی انسان حضرت آدم علیه السلام ته الله پاک د ټولو څیزونو نومونه وروښودل او د اسلام په ستر لارښود چې لومړنی آیت شریف نازل شو د اقرأ مبارک آیت وو چې د لمړي ځل لپاره یې حضرت محمد ص ته په لوستولو امر کړی دی. نو د دې ټولو نه د علم او زده کړې څانګړی ارزښت او اهمیت څرګندیږي. انسان د زده کړې په مرسته کولای شي په خپل ژوند کې ستر بدلونونه رامنځته کړي.

انسانان د زده کړې پر مټ توانیدلي دي چې د بشري ودې او پر مختګ د لارې خنډونه لرې کړي او دا نړۍ د پر مختګ او لوړتیا خواته بوزي چې د خلکو تر منځ د اړیکو او د ژوند د ډیرو پرمختللو وسایلو او آسانتیاوو هم د همدغه علم او زده کړې له برکته دي. همدې اصل ته په کتو سره د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام په کلیوالي سیمو کې د نورو ټولګټو پروژو د پلي کولو تر څنګ د ولسي تړون پروګرام تر سیوري لاندې د «اقرأ» پروژې له لارې د ۶۰۰۰ ښوونځیو د ودانیو په جوړولو هم لاس پورې کړی او له دې لارې یې د هیواد بچیانو ته د پوهنې او سواد زده کړې زمینه برابره کړېده.

 تر اوسه د هیواد په کچه د اقرأ پروژې ټولټال ۴۲۳ ښوونځي جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوېدي او د ۲۲۰ښوونځیو کار له ۹۰ څخه تر ۹۹ سلنه پورې مخ ته تللی دی چې په بشپړیدو سره به یې د هیواد بچیان د زده کړې یو سالم درسي چاپیريال ته لاسرسی ومومي. په همدې لړ کې د اول خان کلي چې د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ په یوه لرې پرته او غرنی سیمه کې میشت دی او خلکو یې د بیوزلۍ او نادارۍ تر څنګ ښوونې او روزنې ته تل خپله لیوالتیا ښودلې ده، دغه کلی د وخت په تیریدو سره یې د ټولنې چوپړ ته پیاوړي کارپوهان او لوړ شخصیتونه وړاندې کړيدي چې لا تراوسه دغه لړۍ دوام لري. د اول خان کلي ماشومانو کلونه کلونه په یوه نا مناسب چاپیریال کې په یوه کور کې خپلې زده کړې کولې. کله چې د ۱۳۹۷ کال په لړم میاشت کې د ولسي تړون ملي پروګرام تر سیوري لاندې د اقرأ پروژه پیل شوه د خوست ولایت لپاره ټولټال ۱۱۰ ښوونځي په پلان کې نیول شوېدي چې دا کلی هم د ولسي تړون ملي پروګرام تر پوښښ لاندې راغی او دلته یې د زده کړې او پوهنې څراغ زموږ ۵۰۰ هیواد والو ته روښانه کړ.

که څه هم د دې کلي بیوزله خلک د برښنا، د کرنیزو اوبولګولو کانالونو، سړک او داسې نورو له اړخه له ستونزو سره مخامخ وو خو خلکو د هر څه نه مخکې د زده کړې ارزښت ته په پاملرنې سره، د یوه اساسي ښونځي جوړیدو ته د لومړیتوب حق ورکړ. دا ښوونځی چې په شخصي ځمکه کې جوړیږي د دې کلي د یو داسې روڼ آندي سړي لخوا ورکړل شویده چې د کورنۍ شمیر یې ۱۳ تنه دی او میاشتنی عاید یې د پنځو زرو افغانیو په شاوخواکې دی او خپله د نجونو د یوې دیني مدرسې کاسټر موټر چلوي چې میاشتنۍ تنخواه یې۳۵۰۰ افغانۍ ده. یو زوی یې خیاط دی چې د میاشتې د یو نیم زر په شاخوا کې عاید په لاس راوړي. دغه سړی د اول خان کلي اوسیدونکی دی او وکیل شاه خان نومیږي. هغه د نوموړي کلي د پراختیایي شورا رئیس هم دی. د وکیل شاه خان د شخصي ژوند او روزګار په هکله د کلي یو اوسیدونکي رحیم خان پکتین چې د طب محصل دی، داسې وایي: "وکیل شاه خان ټول خلک پیژني چې یو بیوزله سړی دی، دا چې هغه د یوه ملي فکر پر بنسټ د نږدې پنځه ملیونه افغانیو په ارزښت خپله ځمکه د خپل کلي د اولادونو د ښې روزنې په موخه د ښوونځی جوړولو ته وقف کړې ده، دا د اتلوالۍ کار دی. موږ یې دغه بهادري ستایو او مننه ترې کوو." دا ښوونځی چې ۱۲ درسي خونې، دوه اداري دفترونه، پنځه تشنابونه او ۲۵۰ متره احاطه پکې شامله ده، کار یې اوس مهال ۷۷ سلنه مخکې تللی او په بشپړیدو سره به یې ۵۰۰ زده کوونکو ته د ښوونې او روزنې سالم ښوونیز چاپیریال را منځته شي.

په پایله کې ویلای شو که چیرته مونږ هر یو هیواد وال د وکیل شاه خان په شان د خپلو اولادونو او د هیوادوالو د نورو ماشومانو د ښوونې او روزنې په هکله یو یو مثبت ګام پورته کړو او له خپل دولت سره د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې همغږي شو، نو په هیواد کې به د جهل تیارو ته د پای ټکی کیښودل شي. د جګړې، بیوزلۍ او نورو نا خوالو کچه به ورځ تر بلې د علم او معرفت له برکته له منځه یوسو او یو سوکاله او آرام افغانستان به خپلو راتلونکو نسلونو ته تر شا پریږدو.