په لغمان ولایت کې د ولسي تړون ملي پروګرام پراختیایي هڅې

د ولسي تړون ملي پروګرام که له یوې خوا له مالي پلوه د ښه ژوند د رامنځته کولو په لټه کې دی، له بلې خوا هڅه کوي ترڅو هیواد والو ته له معنوي پلوه هم ښه ژوند برابر کړي. لکه څنګه چې د دې پروګرام له نوم څخه څرګنده ده، ولسي تړون یو وګړنیز پروګرام دی او د هغې د پراختیایي لاسته راوړنو په تګ لوري کې د افغانستان د کلیو او ښارونو خلک له خپل حکومت سره اوږه په اوږه مهم رول لوبوي. دا پروګرام د زده کړو پربنسټ د پروژه وي فعالیتونو په لړ کې د خلکو لید لورې بدل کړي او هغوی لپاره په ځانګړې توګه د کلیو او بانډو وګړو ته یې د زیار ایستلو د روحیې اود ښه ژوند د هڅې لپاره، روزنه ور کړیده.

 اقتصادي فعالیتونه د ټولنیزو کړنو یوه برخه کڼل کیږي اوپه دغه برخه کې بد لون د انسانانو د نورو ټولنیزو فعالیتونو د بدلون لامل ګرځي؛ له همدې امله ټولیز ګډون ته اړټیا احساسیږي او دا اړتیا د دې لامل شوه څو د ولسي تړون ملي پروګرام په هرکلي / ګذرکې یوه اویا څو د کلیو پراختیایي شوراګانې جوړې کړي او وکولای شي د خلکو په ګډون سره د خپلو موخو د تحقق لپاره هڅې وکړي. پراختیایي شوراګانې د دغو شوراګانو د څلورو مهمو غړو په وسیله اداره کیږي او د هغوی په جوړښت کې ښځې هم مهمه ونډه ترسره کوي. د پراختیایي شوراګانو په رهبرۍ کې د ښځو ۵۰ سلنه ونډه، سربیره پردې چې ددې برنامې په بریالیتوب کې مهم رول لري؛ د هغوی د ظرفیت د لوړولو او په ټولنه کې د هغوی د پراخ ګډون لپاره هم مثبتې اغیزې لري. په تصمیم نیولو کې د ښځو یوشان برخه اخیستنه له یوې خوا ددې لامل کیږي څو نورې ښځې هم وهڅول شي چې د برنامې په تطبیق کې فعاله برخه واخلي او له بلې خوا په ولسي تړون ملي پروګرام کې د جنسیتي انډول (جندر) د مراعاتولو ښکارندویه ده. همدارنګه د پروژې په ټاکلو، د کورنیو شخړوپه حلولو، څارنه او ارزونه، خلکو ته حساب ورکونه او روڼتیا کې د ښخو او نارینه وو یوشان ونډه، د جنسیتي انډول په مراعات کولو سربیره د ښخو او نارینه وو ترمینځ د تبعیض د نه شتون ښکارندوی دی.

د ولسي تړون ملي پروګرام هغه پروژې پلې کوي چې ټول ښاري او کلیوال خلک ترینه برخمن شي، هم د هغوی داړټیاوو ځواب ویونکي وي اوهم د پراختیا او هوساینې په برخه کې د اوږد مهال لپاره ښې اغیزې په څنګ کې ولري.

له همدې امله، د ولسي تړون ملي پروګرام د خپل فعالیت له پیل څخه تراوسه د لغمان  ولایت په مرکز او قرغیو ولسوالیو کې د لس سلنې کلیوالي ونډې په شمول  د ۶۴۸ میلیونه  افغانیو په ارزښت ټولټال ۲۸۷ پروژې په پلان کې دي  چې د دې ډلې نه ۱۲۰ پروژې بشپړې او ۱۶۷ تر کار لاندې دي.

ددې پروژو په تطبیق سره به په لغمان ولایت کې خلکو ته ۲۱۲۵۰۰ کاري ورځې رامنځته شي چې ۴۵۰۲۶ کورنۍ به د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیداکړي، د اوبولګولو منظم سیستمونه به ورته جوړ شي، تراسپورتي آسانتیاوې به ورته برابرې شي او د ښاري برښنا څخه به برخمنې شي.   

د ولسي تړون ملي پروګرام په غښتلې کیدو کې د هیواد د ولسمشر قوي ژمنه، د حکومت منظمې مرستې او د پروژو په ټاکلو کې د خلکو په خپله خوښه ونډه اخیستنه د برنامې د بریالیتوب لاملونه شمیرل کیږي.

 

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام