د نیالګیو لګول او سمسورتیا رامنځته کول

د اندېشې د ټولنې پرمختیایي شورا غړو په یوه بې مخینه اقدام کې د ولسي تړون ملي پروګرام د  روزنیزو کڅوړو د کارولو  له لارې د ۲۳۰۰ متره مربع دولتي ځمکې د ویالې پر غاړه ۲۰۰ نیالګي ولګول چې له دې سره یې له یوې خوا د ځمکې  د غصب مخه ډب کړه او له بلې خوا یې دا سیمه  په یوه سمسوره سیمه بدله کړه.

دا پرمختیایي شورا د ولسي  تړون ملي پروګرام له خوا د هرات ولایت د دیارلسمي ناحیې په شپږم ګذر کې جوړه شوې ده او ۲۲۶ کورنۍ یې  غړیتوب لري چې د وګړو شمېر یې ۱۴۳۹ ۷۸۴ سړي او ۷۹۱ ښځې) تنو ته رسېږي. په دې سیمه کې بېوزلي خلک میشت دي چې د سیمي ډېری خلک د ورځني کار (ورځني  مزد) له لارې ځان له یوه ګوله ډوډۍ پیدا کوي.

د دې سیمې په جنوبي برخه کې یوه کرنیزه ویاله تېره شوې ده چې له هستوګنیزو کورونو څخه د راټولېدو له امله د ۲۳۰۰ مترو (۷ متره پلنوالی او ۲۳۸ متره اوږدوالی) په اوږدوالي ځمکه رامنځته شوې ده چې فرصت پالو اشخاصو غوښتل  دا ځمکه لومړۍ غصب او بیا یي وپلوري.

د ځمکې د غصب د مخنیوي په موخه، د اندېشې پرمختیایي شورا د ۱۳۹۷ د وري د میاشتې د ۱۵ نېټې په غونډه کې پر دې موضوع خبرې  وکړې او پرېکړه یې وکړه چې د اشخاصو له خوا د دولتي ځمکو د نېولو د مخنیوي او د سمسوري فضا د  رامنځته کولو په موخه یې د خلکو په مالي مرسته د ۹۰۰۰ افغانیو په لګښت ۲۰۰ نیالګي وپېرل او په دې ځای کې یې ولګول چې له دې  کار سره یې له  یوې خوا د ځمکې له غصب څخه مخنېوی وکړ  او له بلې  خوا یې د سمسوري فضا د رامنځته کولو لپاره  لاره هواره کړه.

د اندیشې پرمختیایي شورا خزانه دار طاهر رضایي وایي "د ولسي  تړون ملي  پروګرام له پیلېدو وړاندې، داسې کوم بنسټ نه وو چې  د سیمې د خلکو  ستونزې هوارې  کړي، خلکو به چاپیریال ساتنې، سمسورتیا، د بېوزلو پېژندلو، د کوڅو پاکولو او ټولیزو (جمعي) کارونو ته ارزښت نه ورکاوه او آن په دې اړه یې پوهاوی هم نه درلود. خو نن ورځ د ولسي تړون ملي پروګرام پرمختیایي ټولنې جوړې کړې  دي چې له هر ۲۵ کورنۍ په کې دوه تنه استازي  لري چې دا کسان کولای شي په غوره توګه د ټولنې  د خلکو  غږ پورته کړي". نوموړي زیاته کړه "د ولسي تړون ملي پروګرام موږ ته راښودلي چې څنګه کولای شو یو سالم چاپیریال ولرو، بېوزلي وپېژنو او په ټولیز (جمعي) ډول د کوڅو، ویالو او د سیمي په پاکوالي کې برخه واخلو".

د سیمي یو بل اوسیدونکی غلام حسین مرادي وایي " ولسي تړوم ملي پروګرام موږ ته را ښوولي چې ځایي سرچینې په بشپړ ډول وپېژنو او د هغوی په ساتلو کې هڅې وکړو او د ټولنې  پرمختیایي شورا له لورې د سیمي د پاکوالي او چاپیریال ساتنې په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړل  شوی  دی.

ولسي تړون ملي پروګرام له دې  سره خوا کې چې د سیمه ییزې متوازنې دوام لرونکې پرمختیا، خوندیتوب ، په سیمه کې د تاوتریخوالي  او بېوزلۍ د کمولو په موخه د ټولنې  پرمختیایي شوراګانو د جوړېدو له لارې د زیربنایي  او اساسي خدمتونو په  وړاندې کولو کې بهبود راولي، د ټولنې پرمختیایي شوراګانو د ظرفیت  لوړنې په برخه کې هم اغېزمن خدمتونه وړاندې کوي.