د خپلې ټولنې له محرومو ماشومانو او ښځو سره د یوې مېرمنې مرسته

رحیمه مؤمن زاده ۲۱ کاله عُمر لري او د هرات ولایت په یوولسمه ناحیه کې د دوستان پرمختیایي شورا غړې ده. نوموړې د ولسي تړون ملي پروګرام له روزنیزې بستو څخه ګټه پورته کوي او د خپلې ټولنې محرومو ماشومانو او ښځو لپاره یې د لیک لوست زده کړې، د قرآن لوستنې او خیاطۍ ټولګي جوړ کړي او هغوی ته یې د زده کړې او کارموندنې زمینه برابره کړې چې تردې دمه ۶۱ مېرمنې او ماشومان په کې په زده کړو بوخت دي او درېو ښوونکو ته د کار زمینه برابره شویده.  

د دوستان پرمختیایي شورا له ۲۴۳ کورنیو (۸۹۹ سړيو او ۹۰۷ مېرمنو) څخه د هرات ښار په یوولسمه ناحیه کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لورې جوړه شوې ده. رحیمه مؤمن زاده د قابلګۍ د لومړي کال زده کړیاله ده چې د پنځم واحد د استازې په توګه ټاکل شوې ده او د مالی کمیټه د کمېټې غړې ده. نوموړې په داسې ټولنه کې ژوند کوي چې د کورنیو د سخت دریځۍ له امله یې ډېری ښځې او ماشومان ښوونځیو ته له تلو څخه پاتې شوي دي او نالوستي دي او د شورا په غونډو کې د ښځو د نالوستۍ (بېسوادۍ) څخه رنځېږي.

نوموړې وروسته له دې چې، د ولسي تړون ملي پروګرام له لورې د پرمختیایي پلان د قدمو ابزار (د ژوندانه تحلیل، موسمي کلیزه، سورۍ کوزړۍ او د ښځو ټولنیز انسجام) ترلاسه کړل، دا موضوع یې درک کړه چې د دې پروګرام له لورې د ښځو د ګډون او ودې لپاره د ښه فرصت زمینه برابره شوې ده، نو هڅې یې پیل کړې چې د خپلې ټولنې اوسېدونکو ته د لوست د زده کړې زمینه برابره کړي. نوموړې دا موضوع د شورا له نورو غړو سره شریکه کړه چې د هغوی له لورې ومنل شوه او د خپل ملاتړ ډاډ یې ورکړ، او د خپلې شورا د غړو په مرسته یې درې روزنیز ټولګي (لیک لوست زده کړه، د قرآن کریم لوستنه او خیاطۍ) د خپلې ټولنې د شورا په دفتر کې جوړ کړل چې د روزنیزو ټولګیو لومړۍ ورځ یې د لیک لوست زده کړې په ټولګي کې د یوې ۲۵ کلنې مېرمې په ګډون سره پیل کړه. د ټولګیو له جوړېدو یې ۴۵ ورځې تېرې شوې دي، چې په کې ۶۱ تنه ماشومان او ښځې په دریو ټولګیو کې پر زده کړو بوختې دي او د دریو ښوونکو له خوا یې د ښوونې چارې پرمخ بېول کېږي.

رحیمه مؤمن زاده د لیک لوست زده کړې ټولګي ښوونکې ده چې ۱۷ تنه (۵ مېرمنې او ۱۲ ماشومان) زده کوونکي لري او پر هغو ۵۰ افغانیو چې هره میاشت یې له زده کوونکو راټولوي کتابچه او قلم رانیسي او د هڅونې په موخې یې پر زده کوونکو ویشې. 

 

 

 

 

د لیک لوست زده کړې ټولګي ۱۳ کلن زده کوونکی صبغت الله وایي ۴ کاله وړاندې له خپلې ولسوالۍ څخه هرات ولایت او ښار ته راغی او په دې ټولنه کې په یوه ۶ کسیزه کورنۍ کې ژوند کوي چې مور یې ناروغه ده (یو پښتورګی لري) او یو ورور یې معیوب دی او خپله د کورنۍ مشر زوی دی. نوموړي زیاته کړه چې په ولسوالۍ کې د دولت د مخالفینو له لورې د ښوونځي د سوځېدو او تړل کېدو له امله له زده کړې بې برخې شو او له هغه راهیسې چې ښار ته راغلی دی له پلار سره یې پر فلزکاری  (جوش کارۍ) بوخت دی او له لوست سره یې هم مینه نه لرله. کله چې په خپله سیمه کې د روزنیزو ټولګیو له جوړېدو خبر شو او خپل همځولي یې لیدل چې د لوست د زده کړې لپاره دغو ټولګیو ته ورځي، لېواله کېږي چې لیک لوست زده کړي او د لیک لوست زده کړې ټولګي کې شامل شي  چې اوسمهال له دې امله ډېر هیله مند او خوښ دی  چې درس وایي او باسواده کېږي.

د دوستان پرمختیایي شورا د لیک لوست زده کړې یوه بله زده کوونکي فرزانه ده چې ۱۹ کاله عُمر لري او د ۲ ماشومانو مور ده، نوموړې هم ښوونځي ته نه ده لاړه او نالوستې ده. فرزانه وایي زه له ماشومتوبه لېواله وم چې ښوونځي ته لاړه شم او درس ووایم، دا چې پلار مې په نشه یي توکو روږدی وو، زه یې نه پرېښودم چې ښوونځي ته لاړه شم او درس ووایم. په ۱۲ کلنۍ کې یې واده کړم چې له واده وروسته هم د خپل خسر (د مېړه پلار) له لورې پرې نښودل شوم چې ښوونځي ته لاړه شم. نوموړې زیاته کړه: څه موده کېږي چې له خسره جلا ژوند کوم او مېړه مې له درس ویلو سره ستونزه نه لري. کله چې د پرمختیایي شورا په دفتر کې چې د ولسي تړون ملي پروګرام له لورې جوړ شوی دی د لیک لوست زده کړې کورس جوړ شو، ښه فرصت په لاس راغی چې درس ووایم او اوس په لېوالتیا سره درس وایم

د ولسي تړون ملي پروګرام د انډول (متوازن) او پایښت لرونکې پرمختیا، خوندیتوب، په ټولنو کې د تاوتریخوالي او بېوزلۍ د کمولو په موخه د زیربنایي خدمتونو او بنسټیزو معیاري خدمتونو د بهبود له لارې د ټولنې پرمختیایي شورا د ظرفیت لوړونې او اړیکو د رامنځته کولو په برخه کې هم اغېزمن خدمتونه وړاندې کوي.