د کرونا له ویروس سره په مبارزه کې د شکریې ونډه؛ کرونا ته ماته ورکوو.

د #جوزجان ولایت د #شبرغان ښار د #نکرآباد کلي د پراختیایي شورا مرستیاله میرمن شکریه چې ۲۴ کاله عمر لري او د #ولسي _تړون _ملي _پروګرام له لوري د #کرونا _ویروس په هکله د پوهاوي په کمپاین کې له ګډون وروسته چې د دوی په کلي کې په لاره اچول شوی وو، د #کرونا _ویروس له جدي ګواښونو څخه یې په بشپړه توګه پوهاوی ترلاسه کړ  او همدارنګه یې له دغه ویروس سره د مبارزې لارې چارې زده کړې. دغه کمپاین میرمن شکریې ته دا انګیزه ورکړه تر څو د ماسک په ګڼدلو سره د خپل کلي له اوسیدونکو سره د #کرونا _ویروس سره د مبارزې په برخه کې مرسته وکړي په خاصه توګه  له هغو کورنیو سره چې د بیوزلۍ له کبله د ماسک د اخیستو توان نه لري.

زمونږ کارکونکي کلي په کلي ګرځي او د کرونا ناروغۍ، وقایې او له هغه څخه د مخنیوي په هکله کلیوالو ته پوهاوی ورکوي.

میرمن شکریه وایي په دغه کمپاین کې له ګډون وروسته هغه د #نکر آباد _کلي د بیوزله خلکو په سوچ کې شوه او پریکړه یې و کړه تر څو د ماسک په ګڼدلو او د هغه په وړیا ویش پیل وکړي.  میرمن شکریه هره  ورځ ۶۰ ماسکونه ګڼدي اوتراوسه یې کلیوالو ته ۱۰۰۰ ماسکونه ویشلي دي هغه وایي: " مونږ پوه شو چې د کرونا ویروس ډیر جدي دی او له هغه سره د مقابلې یوه لاره له ماسک نه ګټه اخستل دي زمونږ زیات شمیر د کلیو او سیدونکي د ماسک د اخیستلو توان نه لري او همدرانګه په بازار کې ماسک لږ پیدا کیږي. له همدې امله مې پریکړه وکړه تر څو د خپل کلي له خلکو سره مرسته وکړم او د خپلو څلورو تنو زده کړیالانو په مرسته مې د ماسک په ګنډه لو پیل وکړ". میرمن شکریه همدا رنګه تصمیم لري چې د خپل کلي او څیرمه کلیو میرمنو ته هم د ماسک ګنډل ور زده کړي تر څو ټول خلک ماسک ته لاسرسی ومومي او د کرونا ویروس څخه مخنیوی وشي. میرمن شکریه د #نکر آباد کلي د پراختیایي شورا یوه فعاله غړې ده، په دې شورا  کې ۳۰ تنه غړیتوب لري چې ۱۵ تنه یې ښځې دي . د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کرونا ويروس په هکله د کمپاینونو په لارې اچول تراوسه په ټول هیواد کې مثبتې پایلې لري او د #جوزجان ولایت د #شبرغان ښار د #نکر آباد شورا فعالیتونه د دغه لاسته راوړنو یوه ښه بیلګه ده.