د سید آباد پرمختیایي شورا ښځو په خپلو ګډو هڅو سره د پراختیا او ودې بام پوړۍ ووهلې

د بلخ ولایت مزار شریف ښار په اتمه ناحیه کې د اتفاق نوین ګذر اړوندې د سید آباد پرمختیایي شورا د ولسي تړون ملي پروګرام یوه فعاله شورا ده او د دې شورا تر چتر لاندې نېږدې ۲۴۰ کورنۍ ژوند کوي چې تقریبآ ۴۹٪ اوسېدونکې یې ښځې دي او  د دې پرمختیايي شورا ۴۶ تنو ښځو ته د خپلو کورنیو سرپرستي ورپه غاړه ده.


د دې شورا اوسېدونکو په ځانګړې توګه درنو ښځو د خپلو شوراګانو د مادې او معنوي پرمختګ په برخه کې د پام وړ فعالیتونه کړي دي. د یادې شورا د ښځو د پیاوړي کولو کمېټې د ښځو د اقتصادي چارو د ودې لپاره د پرمختیایي چارو په برخه کې پر یو لړ اقداماتو لاس پورې کړی دی  چې په خپل وروستي اقدام کې یې د یو شمېر هغو مېرمنو لپاره د لیک لوست زده کړې د نهه میاشتني پروګرام په لاره اچولی دي چې له لومړنیو زده کړو څخه بې برخې شوې وې چې څه موده وړاندې دا دوره په بریالیتوب سره پای ته ورسېده او د دې شورا ۵۲ تنې ښځې ترې فارغې شوې.


د سید آباد پرمختیایي شورا مرستیالې د خپلو پرلپسې هڅو په ترڅ کې د لیک لوست او سواد زده کړې په برخه کې چې  د ښځو لپاره  داقتصادي ځان بسیاینې او خپلواکې لومړنۍ پایه کېدلای شي د دې ټولنې یو شمېر مېرمنې د سواد زده کړې کورسونو ته ورپېژندلې دي چې څه موده وړاندې د سواد زده کړې ۴۵ تنه زده کوونکو د سید آباد د سواد زده کړې له کورس څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل او د یادې شورا د مرستیالې په مرسته د آزموینې له تېرولو وروسته د ښوونځي په شپږم او اووم ټولګیو کې شاملې شوې.

د یادولو وړ ده چې د سید آباد پرمختیایي شورا ښوونځي د کتابونو له کمښت سره مخامخ وو، د شورا ښځې کور په کور وګرځېدي او کتابونه یې راټول کړل او یاد ښوونځي ته یې وسپآرل.

د سیمه ییزو ارګانونو اداره/د ښاروالیو معینیت