ولسي تړون ملي پروګرام د خلکو او دولت ترمنځ پل دی

ولسي تړون ملي پروګرام د سیمه ییز حکومت د پایو د تحکیم، د خلکو له لورې د ولسواکۍ د تمثیل، د ځواب وینې، حساب ورکونې او له دولت سره د لا نېږدې کېدو په موخه د خلکو او سیمه ییز حکومت د سکټوري ادارو ترمنځ د خبرو اترو د مساعدو دهلیزونو رامنځته کولو ته پوره ژمن دی او د باور د فضا د رامنځته کولو، پرمختیا او پایښت لرونکي ودې لپاره یې اغېزمن ګام بولي.
په همدې موخه، د ولسي تړون ملي پروګرام د بلخ ولایت د مزار شریف ښاروالۍ د محلونو، ښاروالۍ او ولایت په کچه د همغږۍ غونډو د ترسره کولو په دوام دا دی د ولسي تړون ملي پروګرام مدیریت کمېټې د بلخ ولایت د مزار شریف ښاروالۍ پنځمه غونډه د دې ښاروالۍ د مرستیال په مشرۍ  ترسره کړه چې د ولسي تړون ملي پروګرام پورې اړوندو د سکټوري ادارو واکمنو استازو، د ګذر شوراګانو رئیسانو، د ولسي تړون ملي پروګرام د تر پوښښ لاندې شوراګانو د روغتیا، پوهنې، د ښځو د پیاوړې کولو او د چاپیریال ساتنې کمېټو استازو په کې ګډون کړی وو.
د دې ناستې په ترڅ کې د اړوندو سکټوري ادارو استازو مخامخ د ګډونوالو پوښتنې ځواب کړې او له یادو محلونو او  ګذرونو سره یې د هر اړخیزې مرستې ژمنه وکړه.
د یادولو ده چې په یاده ناسته کې د نوي کال لپاره پر چمتو والي، په ښاري سیمو کې د میوه لرونکو او غیر میوه لرونکو نیالګیو پر کینولو او هغو محلونو کې د څاګانو پر کیندلو چې اړتیا ورته لري خبرې اترې وشوې.