د کندهار ښار د ارغند او باغبان شوراګانو د پروژو ساختماني چارې پیل شوې

 

د کندهار ښار په نهمه ناحیه څلورم ګذر کښي د ارغند او باغبان پرمختیایي شوراګانو ودانیزې چارې په رسمي توګه پیل شوې.

د پرانیستې پر مهال د ولسي تړون پروګرام عمومي رئیس ډاکټر صبغت الله، تخنیکي سلاکار انجینیر نجیب الله  امیري، د کندهار ښار د ولسي تړون پروګرام تخنیکي سلاکار سید نادرشاه زغم، ولایتي واحد، همکارې مؤسسې، د کندهار ښاروالۍ استازي، د شورا غړو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی وو.

په یادو دوو پروژو کې د ۱۲،۵۰۶،۶۶۶ افغانیو په لګښت  د چریو او کوڅو پخولو چارې په اساسي او معیاري بڼه تر سره کېږي چي په کې (۲۵) سلنه د خلکو ونډه هم شامله ده همداراز له یادو دواړو پروژو څخه به په نهمه ناحیه کښې ۴۰۱۲ تنه په مستقیم او ۱۶۳۴۸ تنه به په غیر مستقیم ډول له ګټې برخمن شي.

د پروګرام عمومي رئیس ښاغلي ډاکټر صبغت الله د پرانیستو پر مهال خلګو ته وویل: د ولسي تړون پروګرام موخه د سیمي خلګ یو د بل سره را نژدي کول، د ځایي اوسېدونکو ظرفیت اوچتول او د پرمختیایي شوراګانو له لاري خلګو ته بنسټیز او معیاري خدمتونو رسول دي.

د یادوني وړ ده چي د سیمې اوسېدونکو ولسي تړون پروګرام د خپلو سیمو لپاره خورا ګټور او ارزښتناک وبلی او زیاته یې کړه چې تر خپل وس او توان پورې به د یاد پروګرام په ښه عملي کېدو کښې هڅي تر دې هم ګړندی کړي.

 

دولسي تړون دعامه پوهاوې ولایتي واحد

دښاروالیو معینیت/ د سیمه ییزو ارګانو اداره