په مزار شریف ښار کې د مېرمنو لپاره د ژوندانه (معیشت) څلور پروژې پرانیستل شوې

د بلخ ولایت مزار شریف ښار کې د ولسي تړون ملي پروګرام اړوند ولایتي دفتر د اتمې ناحیې په شنه ګذر او هوایي بلاکونو په ګذر کې د سید یحیی عمري لیسې او هوایي بلاکونو منځني ښوونځي لپاره د دوه بابه وړکتونو د جوړولو چارې او  د مزار شریف لسمې ناحیې په  نوین ګذر او نهمې ناحیې په مولانا جلال الدین بلخي ګذر کې د ابو علی سینا لیسې د احاطې د دېوال او د کیک او کلچو د تولید کارخوني چارې د مزار شریف ښاروالۍ د چارواکو، ولایتي آمر او د سیمې د خلکو په حضور کې په رسمي ډول پیل کړې.

د یادولو ده چې د یادو څلورو پروژو لګښت د ګذر په کچه د مېرمنو د ۱۰ سلنه ونډې څخه ورکول کېږي، او د ښځو په غوښتنه ټاکل شوې دي. یادو مېرمنو د خپلو ماشومانو د ساتنې او سالمې ودې لپاره د دوه بابه وړکتونونو او همداراز د ابوعلي سینا ښوونځي د احاطې د ېوال د رغونې پروژه د خپلو ماشومانو د خوندیتوب او راتلونکي لپاره مهم او حیاتي وبلل چې په جوړېدو سره به یې ماشومان وکولای شي په سالم چاپیریال کې وده وکړي او خپلو درسونو ته به دوام ورکړي.  د هرې پروژې لګښټ یې نېږدې ۱۳۴۰۰۰۰ افغانۍ  اټکل شوی دی چې په بشپړېدو سره به یې د محلونو په کچه سلګونه مېرمنې له مادي او معنوي ګټو څخه برخمنې شي.

ولسي تړون ملي پروګرام د مېرمنو د اقتصادي کچې د لوړولو او هغوی ته د هوساینې د آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه  دوی ته د ژوندانه (معیشتي) پروژې په پام کې نېولې دي ترڅو د دې پروژو له لارې په پراختیایي چارو او ټولنیزو فعالیتونو کې د ښځو ونډه او ګډون تضمین شي.