په کندهار ولایت کې د ولسي تړون د مدیریتي کمیټو غونډه

د ۱۳۹۸ کال د لړم ۸ ـ په کندهار ولایت کې د ولایت په کچه د ولسي تړون مدیریتي کمیټې غونډه ترسره شوه. د دې غونډې موخه په ولایت کې د ولسي تړون ملي پروګرام د کليو/ ټولنو د پراختیایي شوراګانو، اداري واحدونو اوکاري شریکانو ترمنځ ښه همغږي او کاري نېږديوالی، د اړوندو ریاستونو څخه د ستونزو هوارولو کې مرسته غوښتنه، د ولایت په کچه د کمیټو پلان جوړول او د پراختیایی پروژو شکایتونو ته رسیده ګي کول شامل دي. په دې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست، د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ، د ښوونې او روزنې، د عامې روغتیا، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د ریاستونو، او د پراختیايي شوراګانو د استازو پکې ګډون درلود چې د ولایت په کچه د والي ترمشرۍ لاندی په لاره واچول شوه.

د ولسي تړون پروګرام په کلیوالو سیمو کې تر ۱۲ زرو زیاتې د کليو پراختیایي شوراګانې او ۱۷۰۰ د کلسټر شوراګانې ټاکل شوې دي، او شاوخوا ۸۵۰۰ پروژې ترکار لاندې دي، چې د یاد شمیر څخه ۲۰۰۰ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وړاندې شوې دي. په مجموع کې شاو خوا تر ۱۲ ملیارډو افغانیو د شوراګانو په حسابونو کې جمع شوې، مسلکې او غیر مسلکې کارګرو ته تر ۱۳ میلیونو زیاتې کاري ورځې رامنځته شوې، همدارنګه د ولایت او ولسوالۍ په کچه په ۱۲۳ ولسوالیو او ۳۴ ولایتونو کې مدیریتي کمېټې جوړې شوې دي. تر دې دمه د خدمتونو د ښه والي په موخه ۱۲۵۰۰ د نمرو ورکولو کارتونه تکمیل شوي دي.

په پایله کې څه باندی ۱۲.۵ میلیونه کسان د پروګرام له ګټو څخه برخمن شوې دي، ۴ میلیونو کسانو ته د څښاک پاکې اوبه چمتو شوې، د ۱.۳ میلیونه جریبه کرنیزو ځمکو لپاره د ابو لګولو زمینه برابره شوې، ۹۳۰۰ کیلو واټه بریښنا چمتو شوې او همدارنګه ۷۱۰ کیلومتره سړکونه او څه باندی ۴۵۰ متره پُلونه او پلچکونه جوړ شوې دي.

د ښوونځیو د جوړولو په برخه کې تر دې مهاله تر ۲۰۰۰ ښوونځیو ته پروپوزلونه ترتیب شوي او د ۱۴۴۰ ښوونځیو د جوړولو پیسي تادیه شوې چې له ډلې څخه یې د ۱۱۵۰ ښوونځیو د جوړولو چارې عملاٌ پیل شوې دي. او ۱۸ ښوونځۍ ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

په ورته وخت کې، د (MCCG) د حفظ او مراقبت او جوړولو لپاره ، ۱۷۰۰ پروژې د نغدې بسپنې (نغد فنډ) له لارې د پلي کېدو په حال کې دي  چې د یاد شمیر پروژو  څخه ۲۷۷ پروژې بشپړې شوې دي.

همدارنګه، تراوسه په ۳۴ ولایتونو کې له ۷۷۰۰ زیات د غلودانو بانکونه چې ارزښت یې نېږدې ۲.۵ ملیونه ډالره کېږي د خلکو په مرسته جوړ شوي دي چې له دې لارې له ۵۶ زره زیاتو کورنیو سره مرسته شوې ده. خلکو همداراز له ۱۵۰ جریبو زیاته کرنیزه ځمکه د غلودانو بانکونو ته ځانکړې کړې ده. پر ولسي تړون ملي پروګرام سربېره، د کوچنیانو د پراختیا پروګرام له لارې د ایلبند ۲۹۶ پراختیایي شوراګانې جوړې شوې دي.

د ولسي تړون ملي پروګرام په ښاري پرخه کې تردې دمه له ۸۴۱ زیاتې پراختیایي شوراګانې او ۱۶۲ د ګذر شوراګانې ټاکل شوې دي، له ۹۶۵ څخه د زیاتو شوراګانو پروژې تصویب شوې دي چې له ډلې څخه یې ۸۵ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د ماهرو او غیر ماهرو کاریګرو لپاره له ۲ ملیونو زیاتې کاري ورځې رامنځ ته شوې دي، همدا راز د ښارونو په کچه د مدیریت کمېټې په څلورو لویو ښارونو لکه هرات، کندهار، مزار او جلال آباد کې جوړې شوې دي. د خدمتونو د ښه کېدو په موخه تراوسه د ګڼې (شمیرې) ورکولو ۷۶۵ کارتونه راټول شوي دي.

په پایله کې یې له ۱.۴ ملیونه زیات کسان د دې پروګرام له ګټو برخمن شوي دي، ۳۰۰ زرو کورنیو ته له ۷۴۴ کیلو متره زیات سړک او ۱۰۸۶ کیلو متره کوچنۍ ویالې او پلې لارې جوړې شوې دي او د برېښنا د ۷۴ کیلو متره مزی تمدید او ۱۶۴ کیلو متره د اوبو رسولو سېستم هم په کې شامل دی. د یادولو ده چې د ولسي تړون ملي پروګرام د شنو سیمو د پراختیا په موخه په څلورو یادو ښارونو کې د ۱۶ زره متره مربع پارکونو د جوړولو چارې هم پیل کړې دي. 

ولسي تړون ملي پروګرام یوه بین الوزاتي برنامه ده چې په کلیوالي برخه کې (۳۴ ولایتونو او ۱۲۳ ولسوالیو)  ته د څښاک پاکو اوبوته د لاسرسی، ښوونې اوروزنې، روغتیا، لومړني سړکونوته د لاسرسي، سربندونو، سیفونونو او د اوبو زیرمو، داوبو لګولو کانالونو او استنادي دیوالونو، د پله او پلګوټو جوړول، د بریښنا برابرولو(د تجدید وړ انرژۍ) په برخه کې د لږترلږه معیاری خدمتونو او په ښاري برخه کې په څلورو ښارونو(هرات، کندهار، ننګرهاراو مزارشریف) کې د سړک او ویالو د پراختیا، پارک او تفریحي سیمو، د فاضله موادو مدیریت، په کورونو شمیره وهل، ښځو ته د معیشت پروژې او ښاري زیربناووته د لاسرسي خدمتونه ترسره کوي . 

 

په کندهار ولایت کې د ولسي تړون ملي پروګرام د کلیوالې برخې لاسته راوړنې:

  • تر پوښښ لاندې  ولسوالۍ ۳ (سپین بولدک، تخته پل او پنجوایی )
  • د تطبیق په حال کې پروژې: ۲۳۰
  • د پروژو ټولټال شمیر: ۴۰۰
  • د کليو پراختیایی شوراګانې: ۵۳۰

د اقرأ پروګرام له خوا د ښوونځیو جوړول:

  • هغه ولسوالۍ چې ښوونځۍ پکښې جوړیږي تعداد یې ۱۱ دی (سپین بولدک، تخته پل، میوند، ارغستان، ډنډ، دامان، ژیړی، ارغنداب، میانشین، نیش او پنجوایي)
  • ټاکل شوې چې د کندهار ولایت کې ۹۳ ښوونځۍ جوړې شي.
  • د ۵۸ ښوونځیو چارې عملاْ پیل شوې

د غلو دانو بانکونه:

  • د غلو دانو ۳۲۰ بانکونه جوړ شوي
  • ۱۶۴ د غلو بانکونه پروپوزلونه جوړ شوي
  • د دې لارې په ژمي کې کورنیو ته ۶۸۰۰۰ افغانیو په ارزښت خوراکي توکي وویشل شي

په کندهار ښار کې د ولسي تړون ملي پروګرام د ښاري برخې لاسته راوړنې ( د کډوالو د برخې په کډون):

  • د ښار په کچه تر پوښښ لاندې ناحیې ۹
  • د پراختیایي شوراګانو شمیر: ۳۰۰
  • د ټاکل شوو ګذرونو شمیر: ۶۲
  • د تطبیق په حال کې د پروژو شمیر: ۱۹۷
  • د بشپړو شوو پروژو شمیر: ۸۸
  • د نمرو ورکولو د ترسره شوو کارتونو شمیر: ۷۱۳