په پکتیا کې د۱۰میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د ۱۰۳ ښوونځیو د بنسټ ډبره کیښودل شوه.

د پکتیا ولایت په بیلا بیلو سیمو کې د ۱۰۳ ښوونځیو کار د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د اقرأ پروژې تر سیوري لاندې د الحاج عبدالقیوم شاه د ښوونځۍ په پرانستل کیدو سره پیل شو.

پوهندوی مجیب الرحمن کریمې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت وزیر په هغو مراسمو کې چې د پکتیا په ولایت کې جوړ شوي وو، وویل: په پام کې ده چې شاوخوا د ۱۰ ملیونو دالرو په ارزښت د پکتیا په ولایت کې ۱۰۳ ښوونځۍ جوړې شي چې په جوړیدو سره به یې ۴۳ زره زده کونکو ته په یوه مناسب چاپیریال کې د ښوونې او روزنې زمینه برابره شي.

په دغه ولایت کې د ۱۰۳ پلان شوو ښوونځیو له جملې څخه ۹۲ ښوونځیو ته  به نوې ودانۍ جوړې شي او ۱۱ نورو ښوونځیو ته انګړ، تشنابونه او د څښاک د پاکو اوبو څاګانې په پام کې نیول شوې دي. د یادونې وړ ده چې د د دغه ښوونځیو په پرانسته کې د پکتیا والي ښاغلی شمیم خان کټوازي،

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مشاور ښاغلي شهزاد ځدران، د ولسي تړوم ملي پروګرام عملیاتي رئیس ښاغلی مختار غفار زوی، د ولایتي شورا رئیس، سکتوري رئیسانو او د دغه ولایت یو شمیر قومي مشرانو ګډ‌ون کړی وو.

د پکتیا ولایت والي ښاغلی شمیم خان کټوازي د خپلو خبرو په لړ کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د اقرأ پروګرام ترسیوري لاندې د ښوونځیو د ودانیو جوړولو څخه مننه و کړه او زیاته یې کړه: «د دغو ښوونځیو په جوړیدو سره به په پکتیا ولایت کې د ښوونځیو د ودانۍ ۹۹ سلنه ستونزه حل شي».

د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني د لارښوونې پر بنا په پام کې ده چې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د اقرأ برنامې تر سیوري لاندې به په ټول هیواد کې ۶۰۰۰ ښوونځۍ جوړې شي چې له دې جملي نه د هیواد په ۱۷ ولایتونو کې د ۲۶۴۷ ښوونځیو کار په چټکۍ سره روان دی. ویل کیږي چې تر اوسه د څو ښوونځیو د ودانیو کار بشپړ شوی دی او د ورځو په تیریدو سره د تکمیل شوو ښوونځیو شمیر مخ په زیاتیدو دی چې په نږدې راتلونکې کې به  پوهنې وزارت ته لس ګونه ښوونځیۍ وسپارل شي او د پوهنې د کورنۍ مینه والو ته به د ګټې اخستنې په موخه وسپارل شي.