په ولایت کې د ولسي تړون ملي پروګرام د مدیریت کمېټې دوهمه ناسته

۱۳۹۸ هـ ش کال د تلې (میزان) ۲۴
خبرپاڼه

د بلخ ولایت مزار شریف ښار کې د ولسي تړون ملي پروګرام ولایتي دفتر، د بلخ ولایت د مقام د مرستیال په مشرۍ د ولسي تړون د مدیریت کمېټې دوهمه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د پروګرام اړوندو سکټوري ادارو، د همکارو مؤسسو استازو، د ګذر شوراګانو رئیسانو او د مزار شریف مخورو ګډون کړی وو.

په دغه ناسته کې چئ د بلخ ولایت مقام مرستیال شجاع الدین شجاع په پرانیستونکې وینا پیل شوه؛ د ولسي تړون ملي پروګرام د ښاري څانګې ولایتي آمرې مېرمن فریبا شریف احمدي د تېرو دوو کلونو پر لاسته راوړنو، ننګونو او د ولسي تړون ملي پروګرام د پرمختیایي موخو پر وړاندې د پرتو ستونزه په اړه هر اړخیزه خبرې وکړې.
ورپسې د ولسي تړون ملي پروګرام د کلیوالې برخې ولایتي مسوول ښاغلي لطف الله صافي هم د کلیو په کچه د دې پروګرام پر فعالیتونو خبرې وکړې. وروسته بیا د ټولنې او ګذر پرمختیایي شوراګانو استازو د ښارونو او کلیو په کچه د رامنځته شوو مثبتو بدلونونو په اړه ویناوې وکړې او د سکټوري ادارو اړوندې ننګونې یې ورسره شریکې کړې.

د غونډې په لړ کې، د سکټوري کمېټو غړي وټاکل شول او د ولسي تړون ملي پروګرام د سکټوري کمېټو غړو او د اړوندو سکټوري کمېټو رئیسانو ترمنځ مخامخ خبرې اترې وشوې.
په پای کې، د کلیو د پراختیا ریاست معاون او د دې ښار د ښاروالۍ عمومي رئیس ښاغلي ګل محمد ایرکین د یادې ناستې جمع بندي وکړه  او ښاغلي شجاع الدین شجاع د ناستې د پای وینا په ترڅ کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې سکټوري ادارې دې د تېر پرتله د ولسي تړون ملي پروګرام سره خپله همغږي او همکاري لا زیاته کړي.