د جلال اباد ښار په پنځمه ناحیه کې د پنځم ګذر شورا د رغنیزې پروژې چارې پیل شوې

نېټه: ۱۳۹۸/ تله/۰۱

د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د جلال اباد ښار په پنځمه ناحیه کې د پنځم ګذر شورا د پرمختیايي پروژې چارې د (۱۰،۷) میلیونه افغانیو په مالي لګښت د ښاروالۍ د پنځمې ناحیې، د ولسي تړون ملي پروګرام او د یاد ګذر شورا د ګڼ شمېر مسؤلینو او اوسېدونکو په حضور کې رسمآ پیل شوه.

یاده پروژه دوه برخې لري، یوه برخه یې د نوموړي ګذر اړوند ټول دویم درجه سړکونه دي چې (۷۸۸) متره اوږدوالۍ او د سړک غاړې ویالې یې (۱۲۱۳) متره اوږدوالۍ لري ورسره ۴ پلچکونه هم په کانکریټي ډول رغیږي. دغه پروژه چې په ۶ میاشتو کې به بشپړه شي د دې ګذر شورا اړوند ۴ پرمختیايي شوراګانو اوسېدونکو ته به د ماهرو کارګرانو لپاره ۱۰۷۰ او د غیر ماهرو کارګرانو لپاره ۵۶۰۰ کاري ورځي رامنځ ته کړي.

د پروژې دویمه برخه د یاد ګذر د مېرمنو لپاره ځانګړې شوې ده چې پکې به ګڼ شمېر مېرمنو ته د لاسي صنایعو (چرمه دوزۍ) د زده کړو زمینه برابره شي چې له لارې به يې د ۴ روزونکو له لوري ۷۲ تنه مېرمنو ته په دې برخه کې عملي او مسلکي زده کړې ورکړل شي چې له مخې به يې د مېرمنو لپاره نه یوازې د کار کولو فرصتونه رامنځته شي بلکې له هغوی سره به د خپلو کورنیو لپاره د مصارفو د تامین په برخه کې مرسته  وشي.

د یادې پروژې څخه به د پنځمې ناحیې پنځم ګذر ۵۱۱۷ کورنۍ په مستقیمه توګه او همداراز په زرګونو تنه نور په غیر مستقیمه توګه ګټه پورته کوي.