له خلکو سره د ولسي تړون د ژمنو پرځای کېدل

په مزار شریف کې د ولسي تړون ملي پروګرام ولایتي دفتر د مزار شریف ښار په اتمه او اوومه ناحیه کې د مرکز سید آباد او اووم انصاري پرمختیايي شوراګانو کې خپله دوه لسمه او دیارلسمه پرمختیایي پروژه  د مزار شریف ښاروالۍ د سکټوري خدمتونو ریاست، د همکارو مؤسسو مسوولینو او د سیمې اوسېدونکو په حضور کې د پټۍ په پرې کولو سره په رسمي توګه ګټه اخیستنې ته وسپارله. 


په دې پروژو کې  د ۱۷۸۰ متره سړک او ۴۴۸۲ متره ویالو کانکریټول شامل دي  او ټولټال ۹.۳۸۰.۰۰۰  افغانۍ او د خلکو  ۲۵٪ ونډه لګښت پرې راغلی دی او له ۴۷۱ زیاتې کورنۍ په مستقیمه توګه ترې ګټه پورته کوي.