د ولسي تړون ملي پروګرام د پراختیایي شوراګانو ملي مشورتي کنفرانس

د ۱۳۹۸ کال د وږې۹ـ د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت، د سمییزو ارګانونو خپلواکه اداره او د مالیې وزارت مشرتابه د ولسي تړون ملي پروګرام د کلیو او سیمیو پراختیایي شوراګانو ملي مشورتي کنفرانس د۱۷۰۰ تنو ګډون چی پدی کی د مالیی ، د کلیو دبیا رغونی اوپراختیا ، د پوهنی ، دعامی روغتیا، کرهڼی اوبولګولو او مالداری وزارتونو لوړپوړی چارواکي، د رسنیو استازی او ۱۴۰۰ تنه د کلیو د پراختیایی شورا ګانو استازی د دریو ورځو لپاره د ۱۳۹۸ کال د وږی د میاشتی له ۹ څخه تر ۱۱ نیټی پوری د لوی جرګی د خیمی په تالار کی جوړیږی. دا کنفرانس په هرکال کې یووار جوړیږي چې موخه یې د پراختیایی شورا ګانو د فعالیتونواو لاسته راوړنو ارزونه په تیرو دو کلو کی  د ولسی تړون پروګرام  د لا ښه تطبیق په موخه د خنډونو ارزونه د موثرو تصامیمو  نیول د هیواد په کچه.

پدې کنفرانس کې د ولسي تړون ملي پروګرام د اړونډو مسؤولینو او چارواکو پر ویناوو سربیره، د کنفرانس د ګډونوالو په وسیله عملي ګروپي کارونه هم ترسره کیږي او ترڅنګ یې له یو بل سره د کنفرانس دغړو پیژندګلوي او د کلیو د پراختیایي شوراګانو د چارو د ښه والي په اړه به کارونه ترسره شي او همدارنګه ستونزې، کاري کمزورټیاوې او قوتونه به وارزول او د حل لارې به ورته ولټول شي . همدا رنګه ددې عملي کارونو په ترڅ کې به د برنامې د عملي پلي کیدو د راتلونکي پلان طرح به ځانګړې شي. په پاې کې به د کنفراس ګډون وال د یو بل په تفاهم او د نظر په شریکولو سره یو پریکړه لیک هم برابروي او د کنفرانس د کار پایلې به د هیواد له جلالتماب ولسمشر سره شریکې کړي.

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت وزیر مجیب الرحمن کریمي په دغه ناسته کې  د کلیو په کچه د ولسي تړون ملي پروګرام  په هکله خبري و کړې او څرګنده یې کړه:« تر اوسه د کلیو په کچه ۱۲۰۰۰ پراختیایې شوراګانې ټاکل شوېدي او د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې ۸۵۰۰ پراختیایې پروژې تر کار لاندې دي چې له دې جملې څخه ۲۰۰۰ پروژې بشپړې او ګټې اخستنې ته سپارل شوې دي چې د دغو پروژو له لارې د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې ۱۰ ملیونه تنو ګټه پورته کړېده او د ۱۴ ملیونو په شا او خواکې کاري ورځې کلیوالو ته برابرې شویدي.» ښاغلي کریمي زیاته کړه چې د ۶۰۰۰ ښوونځیو جوړول د هیواد د جلالتمآب ولسمشر د هدایت سره سم پیل او د ۲۶۴۷ ښوونځیو کار د هیواد په ۱۷ ولایتونو کې په چټکی سره روان دی چې د ۱۵ ښوونځیو کار بشپړ شوی او تاسو ته زیری درکوم چې له دې وروسته به هره ورځ د ښوونځیو د بشپړیدو شاهدان وی چې دا زمونږ ټولو لپاره ډیر یو د خوښۍ خبر دی په ځانګړې توګه د هیواد د کلیوالو لپاره تر څو د دوی د ښکلو ماشومانو لپاره د ښوونې او روزنې ښه او سالم چاپیریال رامنځ ته شي. نموړي همدا شان زایاته کړه چې ۱۵۳۰ پروژې د څارنې، ساتنې او ودانۍ له پاره د پراحتیایي نغدي وجهې پروګرام (MCCG) پروژې په ۹ ولایتونو کې د تطبیق په حال کې دي چې تر اوسه له دغې لارې ۹.۴ میلیونه کاري ورځې د هیواد کلیوالو ته په ځانګړي ډول د داخلي بیځایه شوو لپاره پیدا شوې دي. هغه همدا شان وویل چې د ۷.۲ ملیونو دالرو په ارزښت ۷۷۰۰ د غله جاتو له بانکونو د خلکو په مرسته جوړ شوي دي چې په مجموع کې ۵۵۸۱۳ زه ره  اړو کورنیو له دې لارې مرستې تر لاسه کړې دي چې د دغو کار د دوام په موخه خلکو د ۱۴۰ جریبه کرنیزې  ځمکې  حاصلات د غله جاتو بانکونو ته ورکړي دي.

د سمییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مرستیال ښاغلي عبد الباقي پوپل په خپل وار د کنفرانس ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: د ولسي تړوم ملي پروګرام په دې توانیده لی دی چې د ښاروالیو د خدمتونو په ښه والي کې مهم او اساسي رول و لوبوي. دغې برنامې د پراختیایي شوراګانو او د خلکو په ګډون تر اوسه ۱۰۰ پراختیایي پروژې لکه، د ترانسپورت په برخه کې، پیاده روونه، جویچې، پارکونه او د ښځو لپاره معیشتي پروژې په ۴ لویو ښارونو کې شتون لري. نږدې ده چې ۵۰۰ نورې پروژي به ګټې اخستنې ته وسپارل شي. د پروژو تطبیق کول د اقتصاد په برخه کې ډیرې ګټې لري، د خلکو او حکومت تر منخ وا ټنونه را لنډه وي او خلک پیاوړي کوي.

د ولسي تړون ملي پروګرام په هیواده نی او نړیواله کچه معیارونه، روڼتیا او حساب ورکونه په پام کې نیسي، د یوه جامع میکانیزم او سیستم له لارې او د ټولو فعالیتونو په هکله حساب ورکول او د دغه خپرونې له پرمختګ څخه ارزونه و کړي. د مالیې وزارت چې د دغه خپرونې د همغږۍ، ارزوني او تفتیش، او د برنامې همغږي پرغاړه لري، په برنامه کې د شریکو وزارتونو، پرمختیایي شوراګانو، رسنیو او مدني ټولو سره له نږدې کار کوي، تر څو دوه اړخیزه روڼتیا او حساب ورکونه د شوراګانو او حکومت ترمنځ پیاوړی کړي.

د ولسي تړون ملي پروګرام په اړه:

ولسي تړون ملي پروګرام یوه بین الوزاتي برنامه ده چې د ۱۳۹۵ کال د لړم په میاشت کې د اففانستان د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا رسماً پیل شوه. دغه برنامه د لسو کلونو لپاره ډیزاین شوې چې په کلیوالي برخه کې (۳۴ ولایتونو او ۱۲۳ ولسوالیو ته) د څښاک پاکو اوبوته لاسرسی، ښوونې اوروزنې، روغتیا، لومړني سړکونوته لاسرسی، سربندونو، سیفونونو او د اوبو زیرمو، داوبو لګولو کانالونو او استنادي دیوالونو، د پله او پلګوټو جوړول، د بریښنا برابرولو(د تجدید وړانرژي) اړوند د لږترلږه معیاری خدمتونو او په ښاري برخه کې په څلورو ښارونو(هرات، کندها، ننګرهار او مزارشریف) کې د سړک او ویالو د پراختیا، پارک او تفریحي سیمې، د فاضله موادو مدیریت، په کورونو شمیره وهل، ښځو ته د معیشت پروژې او ښاري زیربناوو ته د لاسرسي لپاره خدمتونه ترسره کوي.

 د لازیاتومعلوماتو لپاره:

کلیوالي برخه :       

د عامه اړیکو د څانګې مسؤول،  بکتاش مصور

داړیکې شمیره: ۷۰۰۶۶۰۵۶۴ ۰

ایمیل: b.musawer@ccnpp.org

ښاري برخه :

داړیکو دبرخې مسؤول میوند ابراهیم زي

داړیکي شمیره: ۰۷۰۶۷۵۵۴۹۶

Abrahimzai@gamail.com