په هرات ښار کې د ولسي تړون ملي پروګرام د ګڼ شمېر پروژو پرانیستل

دا ځل په هرات ښار کې اووه نورې پروژې په دولسمه، دیارلسمه، څوارلسمه او پنځلسمو ناحیو کې پرانیستل شوې؛ چې په یادو پروژو کې د اوبو رسولو شبکې، د کوڅو کانکرېټ اچونه، د چریو او ویالو جوړول شامل دي.

د دې پروژو په پرانیستلو کې، د پروګرام کارکوونکو د پروژو په تخنیکي موضوعاتو او د خلکو په ونډې مالومات وړاندې کړل، او له خلکو یې وغوښتل چې د دې پروژو په پلي کولو کې د ولسي تړون ملي پروګرام سره همکاري وکړي. په همدې توګه د پراختیايي شوراګانو رئیسانو د یادو پروژو د کار له پیل څخه ډاډ او خوښي څرګنده کړه او د ولسي تړون ملي پروګرام د کارکوونکو له هڅو ستاینه وکړه.

د هرات  سرپرست ښاروال نادرالله جنیدي داسې وویل؛ "د دې پروژو په پلي کولو سره به د ښاریانو ډېرۍ بنسټیزې اړتیاوې بشپړې شي او له ټولو ښاریانو څخه یې وغوښتل څو د ولسي تړون ملي پروګرام له کارکوونکو سره همکاري وکړي".

تر دې مهاله ولسي تړون ملي پروګرام ۴۰ پراختیايي پروژې د هرات ښار  په ۱۲، ۱۳، ۱۴ او ۱۵ مو ناحیو  کې پرانیستي دي چې عملي چارې یې پیل شوې  دي؛ همدارنګه د هرات ښار په نهمه، لسمه او یوولسمو ناحیو کې د پراختیايي شوراګانو جوړول دوام لري چې د دې شوراګانو د جوړولو او د ځایی خلکو له خوا د پروژو ټاکلو څخه وروسته، د دوی وړاندیزونه به د پروګرام کارکوونکو له لوري چمتو او د دې پروژو عملي چارې به پیل شي. د ولسي تړون ملي پروګرام موخه د پراختیايي پروژو پلي کول دي؛ لکه د اوبو شبکې جوړول، د سړکونو روښانول، د کوڅو کانکرېټ اچونه، د سړک د غاړې لښتي، عمومي کانالونه او د جامدو کثافاتو مدیریت، چې د دې پروژو په پلي کولو سره به د هرات ښار انځور بدل شي او خلک به ښاري خدمتونو ته لاسرسۍ ومومي.

 

دولسي تړون دعامه پوهاوې ولایتي واحد

دښاروالیو معینیت/ د سیمه ییزو ارګانو اداره