د کابل په بګرامیو کې دولسي تړون ملي پروګرام اړوند د کوچیانو د پراختیایي ایلبند د شوراګانو دټاکنو ترسره کیدل

د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۲۶ ـ دافغانستان کوچیان په هیواد کې د زیانمنونکي قشر له جملې څخه دي چې دهغوی ټولنیزې او اقتصادي پراختیا لپاره د اوږدې مودې راهیسې لږ پاملرنه تر سره شویده. د کوچیانو پراختیایي لومړیتوبونو ته نه پاملرنه، په پراختیایي پروګرامونوکې دهغوی د فعالې ونډې او با کیفیته خدمتونو ته د نه لاسرسي لاملونه دي .

د کلیو د بیارغونې اوپراختیا وزارت، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په همغږۍ سره د ولسي تړون ملي پروګرام تر سیوري لاندې د کوچیانو د پراختیا، ملي کنفرانس د غویي په ۱۰ نیټه په کابل کې د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې جوړکړ. پدې کنفرانس کې د ټول افغانستان څخه د کوچیانو۷۰۰ تنو استازو ګډون درلود او د کوچیانو د پراختیا پروګرام یې چې ټاکل شویده د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې  پلې شي، خبرې اترې وشوې.

د ولسي تړون ملي پروګرام تر سیوري لاندې د کوچیانو د پراختیا پروګرام د فعالیتونو په دوام دا دی د نوموړي برنامې د عملي جریان او چمتو کولو بهیر د کوچیانو د پراختیایي شوراګانو د ټاکنو په لارې اچولو سره نن چهارشنبه د چنګاښ میاشتې په ۲۶  نیټه د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالې د چمن په ایلبند کې پیل کیږي. پدې فعالیت کې د کوچیانو شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ ګډون کوي چې ۲۰۰ تنه ښځې هم پدې کورنیو کې شاملې دي. د یادونې وړ ده چې د کوچیانو د ا یلبند د پراختیایي شوراګانو ټاکڼې په ۳۰ سیموکې  چې ۱۵ یې د نارینه او ۱۵ یې  د ښځینه وو لپاره ځانګړي شویدي، ترسره کیږي چې د ایلبند د پراختیایې شورا مشر تابه د شورا دغړو له جملې څخه د دوې په وسیله ټاکل کیږي.

ټاکل شویده چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې د کوچیانو د پراختیا پروګرام د کلیو (ایلبند) ۹۰۲ پراختیایي شوراګانې د هیواد د کوچیانو لپاره د رڼو او آزادو ټاکنو د بهیر له لارې جوړ کړي، څو د افغانستان کوچیان د څلورو کلونو لپاره  (د ۲۰۱۸  نه تر ۲۰۲۲ پورې) ترینه برخمن شي .

د کوچیانو د پراختیا لپاره د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ستراتیژۍ پربنسټ چې پدې وروستیو کې د مشورتي ناستو او آزمایښتي پروژو په پایله کې د کوچیانو له ژوند څخه چمتو شوېدي، د ولسي تړون ملي پروګرام دغه خدمتونه د کوچیانو د ایلبند د پراختیا شوراګانو لپاره وړاندې کوي: د څښاک د پاکو اوبو برابرول (چې په هغه کې د څښاک د پاکو اوبو شبکې، د څښاک اوبو زیرمې، د هغوی د څارویو د استفادې لپاره د اوبو د زیرمو او نورشامل دي)، د بریښنا / د تجدید وړ انرژۍ برابرول ( لمریزه بریښنا، داوبو د بریښنا وړې شبکې، بایوګاز یا بادې بریښنا)، ترانسپورت (زیاتره هغه پروژې په پام کې نیول کیږي چې کوچیان په ګډه ترینه برخمن شي.)

   د یادونې وړ ده چې د ولسي تړون ملي پروګرام په ۲۰۱۷ کال کې د کوچیانو د پراختیا د پروګرام د پلي کیدو لپاره د کوچیانو له استازو سره لومړی یو شمیر ناستې اومشورتي ورکشاپونه ترسره کړل. وروسته بیا د کوچیانو لپاره د پراختیایي شوراګانو د جوړولو په ګډون آزمایښتي پروژې د هیواد په څلورو ولایتونو (زابل، جوزجان، پکتیا، کاپیسا) کې پلې کړي چې د کوچیانو د ژوند وضعیت، د دوی د خوځښت سیمو او د کال په څلورو فصلونوکې د دوی د حرکت تګلوری ځانګړی شو. وروسته بیا ددغو ټولوموندنو پربنسټ د کوچیانو د پراختیا لپاره د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ستراتیژۍ په سند کې د کوچیانو د ژوند هراړخیز جوړښت، تدوین شو چې ټاکل شویده له مخې به يې د ولسي تړون ملي پروګرام د کوچیانو د پراختیا پروګرام پلی کړي .

 

د لا زیا تو معلوماتو لپا ره:

د ولسي تړون ملي پروګرام د عامه اړیکو د څانګې مسؤول:

  بکتاش مصور

داړیکې شمیره: ۷۰۰۶۶۰۵۶۴ ۰

ایمیل: b.musawer@ccnpp.org

ویب پاڼې :  www.ccnpp.org &  www.mrrd.gov. af

فیسبوک پاڼه : citizencharterafghanistan