د کندهار او جلال آباد په ښار کي د ولسي تړون پروګرام د ۸ شوراګانو د پروژو چاري عملآ پیل شوي

۸/ چنګاښ / ۱۳۹۸

دکندهار  ښار په دیارلسمه ناحیه شپږم ګذر کښی دپنځو پرمختیایې شوراګانو دپروژو  همدارنګه د جلال اباد ښار په اتمه ناحیه کې د  پنځم او شپږم ګذرونو اړوند د درې پرمختیايي شوراګانو د پروژو چارې په رسمي ډول پیل شوې،

دپرانیستي په مراسمو کښي دولسي تړون پروګرام ولایتي واحد مشرانو، دښاروالۍ تخنیکي او سکتوري آمرانو،دهمکاري موسسې استازو، دشوراګانو غړو او دسیمي اوسیدونکو ګډون کړي وؤ.  

په کندهار ښار کې یادې پروژې د چریوجوړولو،پیاده لارو جوړولو، کوڅې پخولو او سلبونو دي چې  ۶۵۹۲ متره چري،۴۸۵ متره پیاده لارې، ۱۳۹۷ متره کوڅې  به په اساسي اومعیاري شکل جوړي شي او همدارنګه به دچریو په سر باندي ۴۷۱۱ متره په اندازه سلبونه کیښودل شي . له دې سره به د جلال آباد ښار په پروژو کې شاوخوا (۴۰۰۰) متره په اوږدوالي دویم او دریم درجه سړکونو کانکريټول، د (۲۸۴۰) متره په اندازې خامې ویالې پخول او همداراز ۶ کانکریټي پلچکونه او ۵۷۰ متره استنادي دېوالونه جوړول پکې شامل دي،

 د دغو اتو واړو پروژو ټول ټال لګښت یې شاوخوا ۴۸ میلیونه آفغانې دي چې له دې شمېر څخه یوازې (۲۵) سلنه لګښت د اړوندو شوراګانو د اوسېدونکو له لوري د ولسي ونډې په توګه او پاتې لګښت د افغان دولت له لوري ورکول کیږي چې چارې به يې په شپږ میاشتو کې بشپړې شې.

دیادونې وړده چې په کندهار ښار کې له دغو پروژو څخه به په دیارلسمه ناحیه کښی شاوخوا ۹۵۰۰ تنه مستفید شي او په جلال آباد ښار کې د نوموړو پرمختیايي پروژو په تکمېلیدلو سره به نه یوازې په پروژه کې د سیمې ۸۱ تنه (ماهرو او غیر ماهرو کاریګرو) ته د کار کولو زمینه برابره شي بلکې په پایله کې به يې ددې سیمې (۷۱۴) کورنۍ  په مستقیمه توګه او شاوخوا (۳۷۰۰) تنه نور اوسېدونکي په غیر مستقیمه توګه مستفید شي.