دکندهار ښار په نهمه ناحیه اول ګذر کښي ددوستي شورا دپروژې دکارونو پرمختګ

 

۱۱/ غویی /۱۳۹۸

دکندهار ښارپه نهمه ناحیه اول ګذر کښي د دوستي پرمختیایې شورا دپروژې کارونه جریان لري، یاده پروژه چي دکوڅو پخولو، پیاده لارو جوړولو او چریو پخولوده ،دنوموړې سیمي دخلګو لخوا دخپلو ضروریتونو په اساس په نښه شویده.

ددوستي شورا چي د ۲۰۱ کورنیوڅخه تشکیل شویده دولسي تړون پروګرام له لارې به ورته حداقل معیاري خدمات ورسیږي،نوموړې پروژه چي کارونه یې شاوخوا ۱۰ سلنه بشپړشوي دي، د ۶،۲ میلیونه آفغانۍ په لګښت سره به ۴۲۷ متره کوڅې،۲۱۶ متره چرې او ۱۷۷۷ متره پیاده لاري په اساسي ډول جوړي شي.

دسیمي خلګووویل چي دډېرو ستونزو سره مخ وه، خو دولسي تړون ملي پروګرام له لارې به ددوې ستونزې تریوحده حل سوي وي او زیاته یې کړه چي ددوې دسیمو زیات بیکاره ځوانان یې په کار ګمارلي دي.