په سیمو کې د پراختیايي شوراګانو اغېزمنتیا

نېټه: د 2019  اپرېل 17

د حسن باصري سیمه ییزه پراختیايي شورا چې د جلال آباد ښاروالۍ اړوند اوومې ناحیې لومړي ګذر کې موقعیت لري، د ولسي تړون ملي پروګرام تر چتر لاندې په 19-06-1397 تاسیس شوې ده چې 246 کورنۍ په کې شاملې دي.

د دې شورا د جوړولو څخه وړاندې، د دې سیمې یو تن اوسېدونکی چې نوم یې حاجي نسیم دی له هغو موټرو څخه چې رېګ او شګې یې د سیمې د خلکو د ودانیو د جوړولو په موخه له دې ځایه بارولې او یا کښته کولې له هر موټر څخه په زور او جبر 300 افغانۍ اخیستې. کله چې موټر چلوونکو یاد توکي سیمې ته وړل نو هماغه لګښت به یې له خلکو څخه بېرته اخیسته، چې پرته له کوم دلیله د سیمې د خلکو د لګښت د ډېروالي لامل ګرځېده.

د ولسي تړون ملي پروګرام په پلي کېدو سره، د سیمه ییزې پراختیايي شوراګانو غړو له پاره د اداري هیأت روزنې وړاندې شوې او دوی ته د منظمو غونډو د ترسره کولو له پاره تشریحات ورکړل شوه څو د ولسي تړون ملي پروګرام څخه بهر په سیمه ییزې موضوع ګانو هم خبرې اترې وکړي. د سیمې پراختیايي شورا غړو د خپل واک او مسؤلیتونو په پام کې نیولو سره سم منظمې غونډې تر سره کولې چې په یوې غونډې کې د موټر چلوونکو څخه د پیسو د اخیستلو یادونه  هم وشوه. د سیمې پراختیايي شورا غړو پرېکړه وکړه څو له حاجي نسیم سره وویني او ورته ووايي چې وروسته له دې یاد نا قانونه چلند تر سره نه کړي او دوی به اجازه ور نه کړي چې په دې سیمې کې یاد عمل بیا تر سره کړي.

د سیمې پراختیايي شورا د غړو د هڅو په پایله کې، اوس مهال کوم موټر چلوونکي نا قانونه پیسې نه ورکوي؛ وروسته له دې به د سیمې کوم غړی پرته له کوم دلیله د اضافي لګښتونو د ورکولو په موخه به نه ځورېږي. همدارنګه، د بار اخیستنې لګښت چې 300 افغانۍ وې له منځه ولاړې چې د دغه مثبت بدلون لامل ولسي تړون ملي پروګرام دی او په ورته وخت کې، په شورا کې سیمه ییزه اداره هم د پام وړ پرمختګ کړی ده.

سیمه ییز خلک، د ولسي تړون ملي پروګرام او د سیمې پراختیايي شورا غړو له نوښت او وړتیا څخه مننه کوي چې د سیمې د بې وزله خلکو سره د ستونزو په حلولو او هوارۍ کې د پام وړ مرستې کوي.