د اړو خلکو لپاره د کارموندنې په موخه د دفترونو همکارۍ او مرستې جذبول

د صلح پرمختیایی شورا د هرات ښار په دیارلسمه ناحیه کې د رامنځته کیدلو او د پرمختیایی ګامونو (PLA) په تطبیقولو سره د سیمې د خلکو بشپړ معلومات ترلاسه کړئ، چې د دې معلوماتو په مرستې سره یې د (IOM & OIM) دفترونو همکارۍ جلب کړئ او د اړو کسانو لپاره یې د ښځینه او نارینه مسلکي زده کړو کورسونه او دندې رامنځته کړي. 

یاده شورا د ۱۳۹۶ کال د چنګاښ په میاشت کې د ولسي تړون ملي پروګرام له خوا د هرات ښار په دیارلسمه ناحیه کې د ۲۲۰ کورنیو (۶۲۶ نارینه او ۷۳۹ ښځې) په لرلو سره جوړه شوه چې ۱۱ ټاکنیز واحدونه او ۲۲ غړي لري. کله چې د ولسي تړون ملي پروګرام له خوا په یاده شورا کې د  پرمختیایی پلان قدمې ( د معیشت تحلیل، موسمې جنتري، ماته کوزړه او د ښځو ټولنیز خوځښت) ترسره شوې، یاده شورا وتوانیده چې د پرمختیایی پلان د قدمو د ابزارو په وسیله د خپلې سیمې وضعیت وڅیړي او په دي توګه اړ خلک او هغه کسان چې د کار کولو توان لري وپیژنې او هغوی ته لاس په کار شي. 

یاده شورا زیاتو داخلي او بهرنې دفترونو ته د مراجعي وروسته په دې وتوانیده چې د دوو دفترونو (IOM & OIM) پاملرنه او همکارۍ جلب او د اړو کسانو لپاره د نارینه وو او ښځینه وو په برخه کې د مسلکي زدکړو دوې شپږ میاشتني ټولګي پیل کړئ.  چې اوسمهال 15 نارینه د کالیو او واسکټ ګنډلو او ۱۵ ښځې د پردو ګنډلو په برخه کې په زدکړو بوخت دي. د یاد دفتر له خوا د دوو استادانو معاش (هر یو استاد ته ۱۵۰۰۰ افغانۍ د میاشتي) او د کور کرایه (۵۰۰۰ افغانۍ) ورکول کیږي. ټاکل شوې ده چې د یاد کورس په پای کې به هرکس ته د ۱۳۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت اړین توکي ورکړل شي څو وکولای شي په زده کړه شوې برخه کې ځانته کار رامنځته کړئ.

د صلح شورا رئیس سید محمد حسیني داسي وایې" موږ د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې زده کړل چې څرنګه په خپله سیمه کې اړ کسان وپیژنو، او د جوړي شوې شورا له لارې د نورو دفترونو سره اړیکې ټینګي او هغه ستونزي چې زموږ په سیمه کې په ګوته شوې د نورو دفترونو په مرسته يې هواري کړو."

د ولسي تړون ملي پروګرام په ټولنو کې د متوازن او پایښت لرونکې سیمه ییزه پرمختیا،خوندیتوب او د تاوتریخوالې او بیوزلۍ راکمولو په موخه د ټولنې پرمختیایی شوراګانو د جوړلو او پیاوړي کولو له لارې د بنسټیزو او اساسي معیاري خدمتونو د وړاندي کولو د ښه والي ترڅنګ د ټولنې پرمختیایی شوراګانو د ظرفیت جوړونې او اړیکو ټینګولو په برخه کې اغیزمن خدمتونه وړاندي کوي.