او زموږ سیمه یې په داسي ښکلي چاپیریال بدله کړل چې، د بیوزلۍ، پاته راتلو او نورو ستونزو څخه خوندي وي.

د دوهمې حصې د انصاري اوومه د ټولنې پرمختیایی شورا، د مزارشریف ښار د اوومې ناحیې د عصر نوین ګذر  

په پیل کې د دې شورا خلکو د بې وزلۍ له امله رنځ وړئ او د خپلې کورنۍ په ژوند او شخصي ستونزو کې ښکیل وو. هر یو په دې لټه کې وو څو د ځان لپاره د ستونزو څخه د وتلو لارې ومومې، خو له بدمرغه د  بې اتفاقي او بدو عقیدو له امله نشوای کولای د حل لارې ومومي.

خو د ټولنې د پرمختیایی شورا رامنڅته کیدل د دې لامل وګرځید چې ټول اوسیدونکي سره غونډ کړي او په حقیقت کې د روزنیز ورکشاپونو په لاره اچول د دې شورا خلکو ته د خوندې راتلونکي زیری ورکړئ.   

د یادې شورا د یوې ښځې په وینا، د مخکې له دې چې زموږ سیمه د پروګرام تر پوښښ لاندي راشي، موږ ټول په یوه سیمه کې وو خو یوه هم ځان د دې سیمې مالک او مسؤل نه ګڼئ، د ژوند سختو ورځو موږ داسي ګډوډ کړي وو چې موږ د هغه څه د لرلو توان نه درلود چې زموږ په واک کې وه، خو کله چې شورا رامنځته شول ټول نارینه او ښځې یې یوځای او هر یوه ته یې د ځان او سیمې په اړه مسؤلیتونه ورکړل او موږ ته یې د ستونزو د هوارولو لارې وښودلئ، او زموږ سیمه یې په داسي ښکلي چاپیریال بدله کړل چې، د بیوزلۍ، پاته راتلو او نورو ستونزو څخه خوندي وي.

که څه هم د دې شورا د خلکو ستونزې ډېرې زیاتي وي خو د مزار شریف د و لسي تړون ولایتي دفتر د خلکو د اړتیاوو لومړیتوب په پام کې نیولو سره د سړک د کانکریټولو پروژه غوره وبلل چې اوسمهال یې کار دوام لري. د دې وړاندي د ولسي تړون ملي پروګرام د ولایتي دفتر همکارې مؤسسې کارکوونکو، روزونکو او د ټولنیز پوهاوي ټیمونو په منظمه توګه د شورا د غړو سره لیدنې وکړئ او دوي ته یې اړینې روزنې او پوهاوي ورکړئ.

د دې شورا فرعي کمېټې هم فعالي دي چې تر دې دمه یې د ګذر په کچه ۴۰۰ کورنیو ته د حفظ الصحې روزنې ورکړي، د دي شورا د چاپیریال ساتنې کمېټه د نیالګیو په لګولو کې بوخته ده او د ولسي تړون پروګرام د خلکو د ونډې اصولو دوي وهڅول چې د دې شورااو اړوندو شوراګانو اعضاوو د عصر نوین د ګذر سره په ګډه د خلکو د ونډې په راټولولو سره 2 څاګان وکیندل او ۵ نور څاګان یې ورغول، او دسیمې یوه اوسیدونکي ته یې روزنه ورکړه څو په وخت سره تخریب شوې ځاګان ترمیم کړئ. 

د یادې شورا د بیوزلو کورنیو د صحې، کارې او ټولنیزو اړتیاوو پوره کولو په موخه د ټولنې پرمختیایی شورا غړو په تفاهم سره ۲۰۰۰۰۰ افغانۍ راټولي کړي او د مرستو یو صندوق یې جوړ کړ څو د یاد صندوق د پیسو څخه هغو کورنیو ته چې د کار کولو او یا د ناروغانو د درملنې لپاره مالي توان نلري د ګټې (سود) پرته پور ورکړي.  لکه څرنګه چې مخکې یادونه وشوه د دې شورا ډيری ځوانان او انجونې نالوسته دي خو د شورا لوستو ښځو په دې موخه چې د انجونو ترمنځ د بی سوادۍ پدیده له منځه یوسئ په سیمه کې یې د سواد زده کړې کورسونه جوړ کړل چې اوسمهال یو شمېر نا لوسته ښځې روزل کیږي.  د دې ترڅنګ د اوومې انصاري د پرمختیایي شورا ښځو د ښځو لپاره د سپما او قرض الحسنې صندوقونه جوړ کړل چې د ولسي تړون سره د پرمختیایی پروژو د همکارۍ او همغږۍ ترڅنګ پر ټولګټو پروژو چې د دوې د ځانې پانګي اچونې په پایله کې رامنځته شوې، ترمخکې زیاته پاملرنه وکړي.


د یادونې وړ ده چې د یادې شورا خلکو د اړوندو شوراګانو او د عصر نوین د ګذر سره په ګډه د ګذر په کچه د تقویتي ټرانسفرمر په نصبولو کې چې ۲۶۰ کیلو واټو بریښنا ظرفیت لري، مالي او بشري ونډه لرله.