د جلال اباد ښار په اتمه ناحیه کې د دوه ګذر شوراګانو په کچه د پرمختیايي پروژو چارې پیل شوې!

د ۱۳۹۷ کال د کب ۲ - د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د جلال اباد ښار په اتمه ناحیه کې د لومړي او دویم ګذر شوراګانو اړوند د دویم درجه سړکونو او ویالو رغولو ترڅنګ مېرمنو ته د کالیو ګنډلو د زده کړو پروژو چارې د شاوخوا اوویشت (۲۷) میلیونو افغانیو په ارزښت د یاد ملي پروګرام د مسؤلینو او سیمې د ګڼ شمېر اوسېدونکو په حضور کې پیل شوې.

د یادو دوه پروژو چارې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړیږي چې له لارې به يې نه یوازې (۲۳۰۰) کورنۍ په مستقیمه توګه او د یادو ګذرونو څه د پاسه لس زره تنه نور اوسېدونکي په غیر مستقیمه توګه مستفید شي بلکې د دې ګذرونو اړوند د ماهرو کارګرانو لپاره (۲۵۲۰) او د غیر ماهرو کارګرانو لپاره به (۱۲۲۵۰) کاري ورځې رامنځته کړي.

د یادونې وړ ده چې د ګذر شوراګانو په کچه یادې دوه پروژې دوه برخې لري چې لومړۍ برخه يې د څلورویشت میلیونه یو سل او شل زره افغانیو په ارزښت د دویم درجه سړکونو او ویالو رغولو او دویمه برخه يې د دوه ملیونه او شپږ سوه اتیا زره افغانیو په ارزښت د نوموړو ګذر شوراګانو اړوند د (۳۰) تنه ښځینه روزونکو له لارې  (۳۰۰) تنه نورو مېرمنو ته د کالیو ګنډلو په برخه کې روزنه ورکول دي.

د ګذر شورا په کچه د پلي کېدونکو پروژو په لګښتونو کې ولسي ونډه نه وي شامله او ټول لګښت يې د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې د افغان دولت له لوري ورکول کیږي.