د ولسي تړون ملي پروګرام د همغږۍ او لاسته راوړنو په اړه د ولایتی مقاماتو او مشرتابه عمومي غونډه

د ۱۳۹۷ کال د سلواغی ۲۰ ـ ۲۱- د ولسي تړون ملي پروګرام د اړونډو وزارتونو دوه ورځنۍ عمومي غونډه د کلیو د بیارغونې او پراختیا، مالیې، عامې روغتیا، ښوونې او روزنې، کرنې، مالد ارۍ او اوبولګولو وزارتونو سکتوري وزیرانو او مرستیالانو، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې او نړیوال بانک مسؤولینو، د کابل ولایت والي او ولسوالانو، د اړونډو ریاستونو ولایتي مسؤولینو او د ولسي تړون ملي پروګرام نورو چارواکو د ۳۰۰ تنو ګډونوالو په شمول په کابل کې جوړه شوه. د دغې غونډې نه موخه د هیواد د بیلابیلو ولایتونو، ولسوالیو، ښاروالیو اود کلي/ سیمو په کچه د اړونډو ادارو ترمنځ د ولسي تړون ملي پروګرام د لاسته راوړنو، همغږي او تطبیق باندې خبرې اتري او همدارنګه د ولسي تړون ملي پروګرام د راتلونکي کاري پلانونو او لاسته راوړنو د پوهاوۍ په اړه بحث وشو.

د غونډې لومړۍ ورځ د ولسي تړون ملي پروګرام د لاسته راوړڼو، د برنامې د همغږۍ، عملي او نظري خواوو معرفي کول، ډله ایز کارونه او د ګډون والو پوښتنو او ځوابونوته ځانګړې شوه. د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمي چې پدې غونډه کې د ولسي تړون ملي پروګرام د لاسته راوړنو په اړه خبرې کولې، ویې ویل: « تراوسه له ۱۰۰۰۰ نه زیاتې د کلیو پراختیایي شوراګانې ټاکل شوي او ۶۰۰۰ پراختیايي پروژې د تطبیق په حال کې ډي چې لدې جملې نه سلو نه زیات پروژې بشپړې او ګتې اخستنې ته سپارل شوې دي. شاوخوا ۱۳ میلیارده افغانۍ د دغو پروژو د تطبیق له پاره ژمنه شویده چې ۷ میلیارده افغانې یي د شوراګانو حساب ته لیږدول شوي دي او په ټوله کې ۷ میلیونه  تنو څخه زیات کسان ترینه برخمن شویدي. له ۹ میلیونه نه زیاتې کاري ورځې ماهرو او غیر ماهرو کاریګرو ته مینځته راغلې او ۹۷ سلنه بودجه مصرف شویده.» ښاغلي مجیب الرحمن کریمي زیاته زیاته کړه چې د ولسي تړون ملي پروګرام د څارنې ساتنې او ودانۍ له پاره نغدي وجهي فرغي پروګرام ( MCCG) د هیواد په ۹ ولایتونو کې د ۳، ۳۳ میلیونه ډالرو په ارزښت تطبیقیږي چې په مجموع کې یې شاوخوا ۱۰۰ زره ماهرو او غیر ماهرو کاریګرو ته ۳،۶ میلیونه کاري ورځې برابرې کړیدې. ده همدارنګه زیاته کړه چې د ۹۷ میلونه افغانیو په ارزښت ۴۵۰۰ د غله جاتو بانکونه د خلکو د مرستوله لارې په کلیو کې جوړ شویدي چې په ټوله کې ۷ زره نه زیاتې مستحقې کورنې لدې لارې مرسته ترلاسه کړیده. خلکو د دې نووښت د دوام لپاره، له ۹۳ جریبو نه زیاته خپله کرنیزه ځمکه هم وقف کړیده څو یې حاصلات د غله جاتو بانکونو ته ولیږدول شي.

 همدارنګه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې اداره د ښاروالیو معین ښاغلي عبدالباقی پوپل په ښارونوکې د ولسي تړون ملي پروګرام د لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: « ولسي تړون ملي پروګرام د ښاروالیو د معینیت له لارې تراوسه په څلورو ښارونو کې د ۷۶۶ پراختیایي شوراګانو په جوړیدو پیل کړې چې شاوخوا ۷۱۶ پراختیایي پروژې د خلکو د ۲۵ سلنې په ونډې سره یا د اجرا په پړاو کې دي او یا هم ګټې اخستنې ته سپارل شویدي. د دې پروژو له لارې څخه له ۱۰ زرو نه زیاتو کسانو ته د ۱۰۰ ورځو معادل کاري ورځې مینځته راغلې دي او په مجموع کې ۱،۳ میلیونه تنه لدې لارې برخمن شویدي. دی همدرانګه زیاته کړه چې په ۱۳۹۷ کال کې د دې برنامې تر پوښښ لاندې سیمو په عوایدو کې شاوخوا ۲۶ سلنه  زیاتوالې منځته راغلې او په ښاري برخه کې دغې برنامې ۹۲ سلنه بودجه مصرف کړیده.»

ټاکل شویده چې سبا به د ولسي تړون ملي پروګرام مدیریتي کمیټې د کابل ولایت او ولسوالیو په کچه جوړې شي. د دغو کمیټو د جوړیدو نه موخه په ولایتونو او ولسوالیو کې د ولسي تړون ملي پروګرام د پراختیایي شوراګانو، اداري واحدونو او کاري شریکانو ترمینځ، کاري نږدیوالۍ دی څو د خدمتونو په وړاندې کولو کې آسانتیاوې رامنځته شي او هغه ستونزې چې حلول یې د کلیو د پراختیايي شوراګانو له واک او نه وتلې وي د مدیریتې کمیټو په وسیله د ولایت اوولسوالۍ په کچه حل کیږې.

 د ولسي تړون ملي پروګرام د حکومت یو بین الوزاتي برنامه ده چې د ۱۳۹۵ کال د تلۍ په میاشت کې د افغانستان د ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني په وسیله رسماً پرانیستل شو. دغه پروګرام د ۱۰ کلونو لپاره دیزاین شوې چې په کلیوالي برخه کې یې د ( ۳۴ ولایتونو په ۱۲۳) ولسوالیو کې پاکواوبو، ښوونې او روزنې، روغتیا، لومړني سړکونو ، سربندونو، سیفونونو، داوبو زیرمو، داوبو لګولو کانالونو، استنادي دیوالونو، د پله او پلګوټو جوړول، د بریښنا (د تجدید وړ انرژې) برابرولو ته لاسرسۍ او همدارنګه په ښاري برخه په څلورو ښارونو( هرات، کندهار، ننګرهاراو مزارشریف ) کې د سړک اوویالو پراخول، د پارکونو او تفریحې سیموجوړول، د فاضله موادو مدیریت، په کورونو شمیره وهل، د ښځو له پاره د معیشت پروژې او ښاري زیربناوو رامنځته کوولو ته د لاسرسۍ زمینې او لږترلږه معیاري خدمتونه برابروي .

 د ولسي تړون ملي پروګرام په اړه د لازیاتومعلوماتو لپاره

کلیوالي برخه :       

د ولسي تړون ملي پروګرام

دعامه اړیکو د څانګې مسؤول ، بکتاش مصور

۰۷۰۰۶۶۰۵۶۴

b.musawer@ccnpp.org

ښاري برخه :

داړیکو دبرخې مسؤول میوند ابراهیم زي

داړیکي شمیره: ۰۷۰۶۷۵۵۴۹۶

Abrahimzai@gamail.com