د اوبو رسونې شبکې د پراختیایي پروژې د روانو چارو راپور

د ۱۳۹۷ د سلواغی ۶ - د هرات ښار پینځه لسمې ناحیې اړوند څلورم ګذر کې د اخوت او توحید پراختیايي شوراګانې د یو بل په ګاونډ کې پرتې دي او په دې شوراګانو کې د کورنیو شمېر يې ۴۶۷ کورونه (۴۲۵۵ تنه چې ۲۱۰۲ نارینه او ۲۱۵۳ ښځینه) دي.

د دې دوو سیمو لوی یې ستونزې د څښاک اوبو نشتوالۍ دی چې د خپلو اړتیاوېو د حل له پاره هغه لاسي څاګانې کاروي کوم چې مالګينې اوبه لري. له دې امله، د پروژو لومړیتوب او پراختیايي پلان جوړولو په وخت کې دواړو پراختیايي شوراګانو د یو بل په هوکړې سره د اوبو رسولو شبکې جوړول وړانديز وکړ چې د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري تائید او عملي چارې یې پيل شوې.

د اوبو رسولو دغه پروژه چې ۱۳،۸۱۲ متره اوږدوالۍ لري، ۱۵۰ متره د ژورې څاه کېندنه، او د اوبو د یوې داسې زيرمې جوړول په کې شامل دي چې ۴۰۰ متر مکعب اوبه په کې ځایېږي او ټولټال ۱۲،۶۱۲،۶۸۶ افغانۍ لګښت پرې راغلی دی (د ولسي تړون ملي پروګرام ونډه ۹،۳۸۰،۰۰۰ او د خلکو ۲۵ سلنه ونډه چې ۳،۲۳۲،۶۸۶ افغانۍ ګېږي) چې په راتلونکو ۹ میاشتو کې به بشپړه شی چې تر دې دمه ۵۰٪ چارې یې پرمخ تللي دي. چې د دې پراختیايي پروژې په بشپړېدو سره به ۴۲۵۵ تنه د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمن شي. د دې پراختیايي پروژو د پلي کېدو پر مهال به ماهرو کارګرو ته د۹۸۲ کاري ورځو او غیر ماهرو کارګرو ته به د ۵۱۱۷ کاري ورځو د کار زمینه برابره شي.