د دریو ښوونځیو د جوړولو د کار پیل

د ۱۳۹۷ کال د سلواغې ۶ ـ د کلیود بیارغوني اوپراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د اقراء  پروژې تر سیوري لاندې د کندهار ولایت په تخته پل ولسوالۍ کې د دریو  ښوونځیود جوړیدو کار په رسمي ډول پرانستل کیږي. نوموړې ښوونځۍ به له ۶ نه تر۱۲ ټولګي ولري چې څه د پاسه ۱،۰۵ میلیونه افغانۍ به پرې لګښت راشي .

د افغانستان داسلامي جمهوري دولت د ولسمشر محمد اشرف غني د ځانګړې پاملرنې له مخې د ښوونې او روزنې د سیستم د معیارې کولو او په هیواد کې د تدریس د سالم چاپیریال رامنځته کولو له پاره ټاکل شویده په هیواد کې شپږ زره ښوونځۍ جوړې شي چې د جوړیدو کار یي د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام په غاړه لري .

د دې شپږو زرو ښوونځیو د جوړیدو کار په دوه وو پړاونو کې بشپړیږي چې په لومړې پړواو کې به د هیواد په ۱۷ ولایتونو لکه :( کابل، ننګرهار، نورستان، لوګر، خوست، میدان وردګ، غزني، پکتیکا، کندز، بلخ، فاریاب، هرات، بادغیس، قندهار، هلمند، ارزګان او زابل) کې به ۲۶۴۷ ښوونځۍ جوړې شي. چې لدې جملې نه ۶۶ ښوونځۍ، کندهار ولایت ته ځانګړې شویدي. په ورته وخت کې د ۶۰۰۰ ښوونځیو له جملې نه، ۱۲۰۸ ښوونځۍ به د نجونو او هلکانو ګډې ښوونځۍ او پاتې نورې به یي د هلکانو ښوونځۍ وي چې په ټولیز ډول د دغو ښوونځیو د جوړیدو له پاره ۱۷۵ میلیونه ډالره په پام کې نیول شویدي .

د شپږ زره ښوونځیو جوړیدل به د دوه میلیونه ماشومانو له پاره د سالمو زده کړو مناسبه زمینه برابره کړي، د ښوونې او روزنې کیفیت به ښه والې ومومي، زرګونو تنو ته به د کار زمینه برابره شي او د هیواد په کلیو او بانډو کې به ښوونې او روزنې ته د ماشومانو لاسرسۍ آسانتیا ومومي .

اقلیمي او جغرافیوي اقلیم ته په پاملرنې سره تراوسه ۲۸ بیلابیلې نقشې د دغو ښوونځیو د جوړیدو له پاره ډیزاین شویدي چې په څلوروبرخو ویشل کیږي: د ۶ تولګي ، ۸ ټولګي ، ۱۰ ټولګي او ۱۲ ټولګي .

د هیواد د ښوونې او روزنې وزارت  د چارواکو د وینا له مخې د هیواد ۵۰ سلنه ښوونځۍ ودانۍ نه لري چې دا  د ښوونې او روزنې په برخه کې یوه لویه ستونزه ده. د۶۰۰۰ ښوونځیو په جوړیدو سره به د دغه وزارت ستونزي د ښوونځیو د ودانیو له پلوه له منځه لاره شي

.د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت / د ولسي تړون ملي پروګرام

 

اړیکه:

د ولسي تړون ملي پروګرام

دعامه اړیکو د څانګې مسؤول ، بکتاش مصور

۰۷۰۰۶۶۰۵۶۴

b.musawer@ccnpp.org

ویب سایت:  www.ccnpp.org

فیسبوک:https://www.facebook.com/citizencharterafghanistan