په جلال اباد ښار کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري په ۱۹ جریبه ځمکه تفریحي پارک جوړیږي!

۲۶ جدی ۱۳۹۷ - د جلال اباد ښار په پنځمه ناحیه کې د دریم او څلورم ګذر شوراګانو اړوند تفریحي پارک رغولو پروژې چارې رسمآ پيل شوې چې پکې د ښاروالیو معین عبدالباقي پوپل، د ولسي تړون ملي پروګرام عملیاتي مشر عبدالباري احمدزي، د جلال اباد ښاروال ریاض الله درمل او د جلال اباد ښار د پنځمې ناحیې ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون کړی و.

نوموړی تفریحي پارک د دوه ګذر شوراګانو له لارې جوړیږي چې ټول لګښت يې ۲۱،۵ میلیونه افغانۍ کیږي چې د ولسي تړون ملي پروګرام په چوکاټ کې د افغان دولت له لوري ورکول کیږي. دا پارک چې د رغولو ټولې چارې به يې په ۹ میاشتو کې بشپړې شي د جلال اباد ښار او پنځمې ناحیې اوسېدونکو لپاره به ګڼ شمېر اسانتیاوې لکه د تفریح او مطالعې کولو لپاره ځانکړي ځایونه، ، شنه ساحه، پلې لارې، شنې ونې، احاطوي دېوال، کفټيریا، برېښنا، د ماشومانو د لوبو کولو لپاره وسایل او داسې نور سهولتونه رامنځته کړي.

د پروژې په بشپړېدلو سره به د یادې ناحیې۹۰۰ کورنۍ په مستقیمه توګه مستفیدې او د ۹ میاشتو لپاره به په لسګونو تنه کاریګرو ته په پروژه کې د کار کولو زمینه برابره شي.

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري په یاده ناحیه کې په ۲۵ جریبه ځمکه د یو لوی تفریحي پارک جوړولو پروژې چارې پیل شوې وې چې اوسمهال پکې په لسګونه تنه ماهر او غیر ماهر کاریګر په کار کولو بوخت دي.